نړۍ

د ایران او امریکا تر منځ د بندیانو تبادله وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نن د شنبې په ورځ ایراني چارواکو هغه امریکايي خوشي کړ چې ۳ کاله تر مخه یې د جاسوسۍ په تور نیولی وو او په لس کاله بند یې محکوم کړی وو، په جواب کې امریکا د ایران یو ساینس پوهه چې د امریکا په چیکاګو هوايي ډګر کې تېر کال نیول شوی وو، بیرته ایران ته وسپاره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټویټر لیکلي چې نن یو بل امریکايي تبعه خپل هیواد ته را روان دی.

د امریکايي رسنیو په قول ۳۸ کلن ژي وانګ (Xiyue Wang) د پي ایچ ډي محصل د یوه تاریخي تحقیق لپاره ایران ته تللی وو چې هلته بیا د ایراني چارواکو له لوري د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

دغه تبادله د سویس هیواد په منځګړېتوب ترسره شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی به تر هغو کرار نه کښیني تر څو یې په بهر کې هر بندي امریکايي بیرته خپل هیواد ته نه وي انتقال کړی . نوموړي د سویس هیواد څخه د مننې تر څنګ د ایران چارواکي هم د مننې وړ بللې چې په دغه تبادله کې یې مثبت کردار وو.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د طالبانو سره هم د امریکا له لوري کامیابه تبادله تر سره شوه چې په ترڅ کې یو امریکايي او یو اسټرالیايي تبعه بندیان طالبانو خوشي کړل او په مقابل کې يې افغان حکومت انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید خوشي کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x