
د ملابرادر اخند په مشري د لسم پړاو مذاکراتو لومړۍ ورځ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکایانو تر منځ یو ځل بیا مذاکرات له هغه ځایه پیل شوي پر کوم ځای چې ولاړ وه.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
نن د محترم ملا برادر اخند ترمشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، دامریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې. د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې. مذاکرات به سبا هم دوام کوي.
نن د محترم ملا برادر اخند ترمشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، دامریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې. د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې. مذاکرات به سبا هم دوام کوي.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) December 7, 2019
شاهین زیاته کړې:
محترم انس حقاني, د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه په نننیو خبرو کې ګډون وکړ.
(2/2)
محترم انس حقاني, د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه په نننیو خبرو کې ګډون وکړ.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) December 7, 2019
باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال ۲۰۱۹ سپتمبر میاشت کې هغه مهال د طالبانو سره مذاکرات په یوه ټویټ وځنډول کله چې طالبانو د توافقنامې تر لاسلیک مخکې امریکا ته د ورتګ څخه انکار وکړ.
د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د لسم پړاو رسمي مذاکراتو لومړۍ ورځ نن د لسو بجو څخه بیا تر دوه بجو دوام وکړ.
سبا به بیا هم دوام وکړي.
د نن ورځې په مذاکراتو کې ملا برادر اخند هم ګډون درلود.
د امریکا له خوا خلیلزاد او سکاټ میلر د پوره مذاکراتي ټیم سره موجود وه
په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د لسم پړاو رسمي مذاکراتو لومړۍ ورځ نن د لسو بجو څخه بیا تر دوه بجو دوام وکړ.
سبا به بیا هم دوام وکړي.
د نن ورځې په مذاکراتو کې ملا برادر اخند هم ګډون درلود.
د امریکا له خوا خلیلزاد او سکاټ میلر د پوره مذاکراتي ټیم سره موجود وه#qatartalks— nunn.asia (@nunnasia) December 7, 2019
په ننۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره انس حقاني هم ګډون وکړ څوک چې د نومبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د خپلو دوه نورو ملګرو په ګډون د امریکایانو سره تبادله را خوشي شو.
د لسم پړاو مذاکراتو په لومړۍ ورځ د طالبانو له لوري د مذاکراتي ټیم غړي (انس حقاني) هم په لومړي ځل ګډون درلود.
نوموړی هغه وخت د طالبانو د مشر له لوري د مذاکراتي ټیم غړی نومول شوی وو کله چې په بګرام محبس کې بندي وو.#qatartalks pic.twitter.com/ZKQofnbV1B— nunn.asia (@nunnasia) December 7, 2019
نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې تېره ورځ هم د طالبانو او امریکایانو تر منځ غیر رسمي ناسته شوې وه چې په هغې کې د امریکايي ځواکونو مشر سکاټ میلر هم ګډون درلود، نوموړي د نظامي معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د مذاکراتو د ځنډېدو وروسته تر اوسه ۳۶۰۰ کسان (ملکیان، عسکر، بهرنیان او طالبان) د جګړې له امله ووژل شول.
د ټرمپ د ټویټ او طالبانو – امریکایانو تر منځ د مذاکراتو د ځنډ په درې میاشتنۍ موده کې ۳۶۰۰ افغانان (عسکر – طالبان – ملکيان ) ووژل شول.
د طالبانو یوه مشر مسؤول نن ټکی اسیا ته وویل چې ددغو ټولو وژنو پړه امریکایانو او هغو کسانو ته اوړي چې د مذاکراتو د ځنډ سبب شوه.#qatartalks— nunn.asia (@nunnasia) December 7, 2019
نن ټکی اسیا ته د طالبانو یوه مشر مسؤول وویل چې ددغو ټولو وژنو پړه پر امریکایانو او کابل حکومت کې هغو کسانو باندي اوړي چې ددغو مذاکراتو د ځنډ او خنډ سبب شوه.
تمه ده چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د توافقنامې د لاسلیک وروسته د جګړو په شدت کې کمښت راشي، د بندیانو یوه لویه تبادله تر سره شي او بالاخیره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
دا امريکايي جنايتکار بدمعاشان او د دوی زبون او ټيټ ګوډاګيان د هيڅ شي پابند نه دي . د اتلو طالبانو حفظهم الله مذاکراتي ډله د دغو بې بندوبارو، بې حيا او بې وجدانو عناصرو سره په ډېره سخته تاريخي مقابله کي ولاړ دي. لوی څښتن سبحانه دي ملاتړی سي. درنو دوستانو دعا ورته وکړئ چي د دې درانه مسؤوليت په ښه تر سره کولو کي موفق او سر لوړي اوسي. يا الله نور دا مسلمان ولس په دغو بدمعاشو اشغالګرو او د هغو په ټيټو ګوډاګيو مه زوروه او په خير او عافيت يې ځني وژغوره!
امين يا رب العلمين
آمین ثم آمین.
دغه خبر هم ولولئ: اعزام یک کندک سربازان تازه نفس امریکا به افغانستان ارتش امریکا از اعزام یک کندک رزمی جدید متشکل از سربازان تازه نفس امریکایی به افغانستان خبر داد. به گزارش اسپوتنیک، روزنامه امریکایی آرمی تایمز با نشر یک گزارش، روز جمعه(15 قوس) از اعزام یک کندک رزمی ارتش امریکا که در پایگاه «فورت درام» نیویورک مستقر هستند، خبر داده است. این کندک قرار است در زمستان امسال در قالب نیروهای چرخشی به افغانستان اعزام شوند. براساس این گزارش، این نیروها قرار است جایگزین کندک سوم رزمی نیروهای هوابرد لشکر هشتاد و دوم ارتش آمریکا شده و در… نور لوستل »
دا خو د جنگ لابرتوار دی او د مرداری کولو او جنگی تمرین میدان.
ابوالوفاء وروره، زه فکر نه کوم چې امریکایان نور له زوره کار واخلې، هغه دا چې، د اسلامې امارت په قربانیو د دوی ټول زور اوبه او توان یې ختم شوي.که چیری نوې عسکر هم راغلی وې، هغه به د ژر ویستلو خاسه قوا وې، چې دا نور ژر تر ژره له دی میړنې هیواده وباسې.
الحمد لله الحمدلله ثم الحمدلله امريکی او نورو ډاکوانو يی تر پايه خپل زور وواهه ، خپل ټول وحشت يی وکاروه خو د طالب جان غاړه يی کږه نکړه او نه يی هم کومه فتح وکړه ، بيرته د زوره ولويده او بيا مذاکرات کوی ، کومه خبره چی مونږ يی د ټرمپ د لغوی د لمړی اعلان سره کړيوه . داچی امريکی به طالبانو ته د څومره مليارډونو او مقامونو وعدی کړيوی خو ناپوه لدی چی دا مخلصين د مال او مقام وږی ندی دا مبارک د الله(ج) او د محمد رسول الله(ص) د ديدار تږی دی . که… نور لوستل »
فکر نه کوم، د امریکایانو وتلو دپاره مسایل دومره ډیر او مغلق وی چه لس میاشتی پری تیری کړی. . مذاکراتو د اوږدوالی او لغوه کیدو دلیل څه وو؟ له مذاکراتو څخه د امریکایانو اصلی هدف د غلامی اداری سره د طالبانو مذاکرات وو چه له امله به یی غلامه اداره او ۱۸ کاله اشغال ته مشروعیت ورکړی او طالبانو دباره ځان وژنه. ګوډ شیطان پوهیدلو چه طالبان د امریکایانو دغه غوشتنه نه منی، د همدی امله ګود شیطان خبری وځنډولی ګوندی وکولای شی د پرونو تش په نامه جهادی رهبرانو په شان په بیه رانیسی او د کابل غلامه… نور لوستل »