نظــر

ناکامورا، د افغانانو کاکا مراد خائنانه ووژل شو / استاد محمد زمان مزمل

استاد محمد زمان مزمل

د افغانانو په دښمنیو یو بریک:

په افغانستان کې جنګ له پیله روسي رنګ نه درلود د کودتاو حکومتونو او د وروستۍ کودتاه بې تدبیره اجراآتو د یو لنډپاري نظام په خلاقیت کې جنګ مداخلې او اشغال وزیږوه.

جنګ، مداخلې او اشغال هر یو پخپل رنګ او خپل پړاو کې افغانان د متجاوزینو او مداخلګرو په اړه دومره په کرکو او دښمنیو لتاړ کړ چې کله کله ځینې پکې د اسلام په هغه شنو کمربندو پښې ږدي چې د لوی انسانیت په اړه دې دین خپلو پیروانو ته په میراث پریښي.

د خدای پیغمبر کله هم چې قومندانان رخصتول دا یې له یاده نه ایستل:

چې بوډاګانو ته به څه نه وایئ،ماشومانو ته به څه نه وایئ،ښځو ته به څه نه وایئ، په مذهبي ځایونو کې د مذهب مشرانو علاقمندانو ته به څه نه وایئ او غیرې محاربو سره مو کار نشته .

ولې مونږ افغانان په تېرو څلویښتو کلونو کې د کرکو څپو هومره له ځمکې پورته کړو چې مونږ د هغو غیرې مسلمو وګړو په اړه چې دا څلویښت کاله له مونږ سره خواخوږي کوي چې یو یې همدغه جاپانی کاکا مراد وو هغه هم دغه ماحول په خطر کې وغورځوه.

زه باور لرم چې زمونږ دین او زمونږ ملت د خلکو د احسان په قیمت تر هر بل مذهب او تر هر بل ملت ښه پوهیږي او نن چې د کاکا مراد جاپاني که رښتیا یې ووایم جاپاني الاصله افغاني په اړه پدې ملت کې د غم ټغر خور دی دا ددې لوی ثبوت ده چې اسلام او بیا افغان ملت کې د ښو سړو او ښو کردارو لپاره د ارزښت همدومره بستر او همدمره ظرفیت شته ده

ولې مونږ افغانان باید پوه شو چې پدې څلویښتو کلو کې د روانې انسان وژنې او هغې انسان وژنې په اړه چې شریعت یې اجازت نه ورکوي بیا هم مونږ په کرایه اخیستل کیږو او په ارزانه اخیستل کیږو.

کیدای شي کاکا مراد همدغسې په کرایه اخیستل شوو لاسونو ګذار وژلی وي چې دوه ملتونه یې په غم متأثر دي.

دومره لیرې مسافري…،دومره اوږده مسافري… او دومره په هر لحاظ د یو لیرې بېګانه ملت په خدمت کې او هغه هم د یوې انساني خواخوږۍ له مخې دا ټول لیرې او ستونزمن ارزښتونه ناکامورا په افغانستان کې ژوندي ساتلي و.

په کاکا مراد ځکه ډیر متأثر شو چې هغه نه ددین، نه د خاورې او نه د وینې پوروړی و چې دلته په ننګرهار کې د خاورې او خلکو خدمت وکړي.

ولې زه خپلو افغانانو ته وایم چې په اسیا کې دوه ملتونه ډیر ورته تاریخ لري او ما د دواړو تاریخ پوره لوستی:

چې یو یې افغانستان دی او بل یې جاپان او دواړه استعمار په همدې خاطر ډیر وځپل.

زه خپلو افغانانو ته وایم چې تاسې هره ورځ د ورځې تر سلو زیات کاکامرادان له خپل تباره وژنئ او د جنک دواړه لوري د جنګ لوړ ارقام داسې لیکي چې هر طرف پرې ویاړ کوي.

یو ملت چې ملي ارزښتونه ولري نه باید دومره اوږد په جنګ کې پاتې شي… نه باید نیم د یو بېګانه سره ودریږي او بیا یې پخپلو کې وجنګوي او بیا بل پړاو کې نیم د بل بېګانه سره ودریږي او بیا یې پخپلو کې وجنګوي.

مونږ چې یو ویاړمن تاریخ لرو باید په یو اوچت تهذیب ددې جنګ لپاره د پای ټکی وختي ایښی وائ او ددې اجرتي قاتلانو د راتګ دروازه مو لا وختي قلف کړې وائ چې کاکا مراد تر ډیرو پورې زمونږ د هغو ننګرهاریانو په خدمت کې وای چې د ننګرهار بډایان او لوړپوري یې د نشې په کاسو مصروف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مزمل صاحب،
دا جنګ هیڅ دینی جنبه نه لری.بلکه دا یوه استخبارتی او نیابتی جګړه.د سوون توکی یی عام ولس په خاصه توګه ځوانان دی.
که د دین جګړه او جهاد وای نو نه به ځانمرګی وه ،او نه به د لاری ماینونه،او نه به د جومات کی انتحاریان
که چیری دا جګړی ته جهاد نوم ورنه کړی ،نو طالیب جنګیالی له کومه کړی؟
د دنیا په یوه دین مذهب کی هم د کاکا مراد وژنه جایز نه وه،

جميل

ځنی خلګ بيا داسی وی چی که د کور دروازه يی کفری اشغالګر په بم وروالوزوی او په کور کی پر وحشت او ګډوډی سربيره ځوان زوی يی د مور او کوچنی خور په مخکی ور ووژنی او نوره بيعزتی او ظلم هم ورسره وکړی خو دی به بياهم دا وايی چی طالبان هم ملامت دی ، زه پخپله دا نه منم چی يو غيرتی افغان مسلمان دی دا خبره وکړی . په مقاله کی د دی عاملين طالبان بلل شوی بيخبره لدی چی طالبانو دا کار د غلامانو جاسوسی کړی يادی کړی . بيا وايم چی افسوس پدی ږيره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مزمل صاحب، د لیکنی هغه برخه چه د ناکامورا د ناحقه وژلو په اړه چه مو څه حقایق لیکلی ښه مو لیکلی زمونږ او تاسی په ګډون ډیر پری ودردیدل او وژړیدل که یی په اړه څه لیکم، تبصره اوږدیږی. د ځینو خبرو په اړه درسره مفاهمه او یا مناظره لرم او هغه دا چه: لمړی: تاسی لیکلی [[ په افغانستان کې جنګ له پیله روسي رنګ نه درلود د کودتاو حکومتونو او د وروستۍ کودتاه بې تدبیره اجراآتو د یو لنډپاري نظام په خلاقیت کې جنګ مداخلې او اشغال وزیږوه.]] عیاشو او بی سواده پاچاهانو خلک په فقر او… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

یو ملت چې ملې او اسلامې ارزښتونه ولرې، نو ډیر په جکړی کې بوخت وي، او دلیل دا دی، چې دوي ملې او اسلامې ارزښتو ته وده ورکوې، چې دا کار کفارو ته د منلو نه ده او دوي هڅه کوې چې د یرغل او جګړې له لاری د مسلمانانو د پرمختک او هوساینې مخ ډب کړې، چې ښه مثال یې د صلیبیانو سل کلن جګړه له مسلمانانو سره.په دی جګړی کې مسلمانان مجبور ول چې صلیبیانو سره وجنګیږې تر څو ماته ورکړې، چې همداسی هم سو،صلیبیان مات او په تیښته بریالې شول.اوس هم طالب مجاهدین د دینې احکامو په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x