
د ډاکټر ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تيسو ناکامورا جسد د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له کابله جاپان ته ولېږدول شو.
ډاکتر ناکامورا د تېر چهار شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه وژل شوی و، مېرمن او لور د هغه جسد ترلاسه کولو لپاره تېره ورځ کابل ته راغلي وو.
د هغه جسد نن مازديګر د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د جاپان پر لور ولېږدول شو.
په دغو مراسمو کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او يو شمېر نورو چارواکو هم ګډون وکړ.
حکومتي چارواکو افغانستان لپاره د ډاکټر ناکامورا خدمات وستايل او هغه يې د افغانستان د زرین تاريخ يوه مهمه برخه وبلله.
ډاکټر ناکامورا، چې په کاکا مراد هم پېژندل کېدل، د ننګرهار ولايت قصر ته څېرمه له خپلو درې ساتونکو سره د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل او بريدګر په تېښته بريالي شوي، چې تر اوسه يې څرک نه لګيږي.
خو د ګډ حکومت مشر د نورو پېښو په څېر يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د ډاکټر ناکامورا قاتلين به نيسي او محاکمې ته به يې وړانډې کړي.
نوموړي د ننګرهار په کامې، خېوې او دره نور ولسواليو د اوبو مديريت، د دښتو اباديو او ورته نورو پروژو لپاره له تېرو درې لسيزو کارونه کول او له افغانستان سره په ليونۍ مېنې پېژندل شوی و.
طالبانو د ډاکټر ناکامورا په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او وايي، چې دوی له بشري ټولنو مرستې کوي.
د ټولنيزو شبکو فعالان د ډاکټر ناکامورا په وژنه کې حکومتي چارواکود ملامتۍ ته ګوته نیسي.
د خواله رسنيو فعالان وايي، چې ناکامورا ټول عمر په لرې پرتو سيمو کې کارونه کول، هېڅ ډول ګواښ ورته نه و متوجه، خو د ننګرهار ولايت مقام په څو مترۍ کې ووژل شو او بریدګر هم په خوندي توګه له سيمې وتلي دي.
د دی مراسمو ويډيو ما وليدله ، نوری به يی پريږدو ، خو که د زرو کالو مخکی يو مسلمان ته وويل سی چی داسی قوم هم سته چی جنازه په ساز او موسيقی سره وړی ، لمړی خو به د هغه زړه کی دا ګرسره راونه ګرځی چی دا دی مسلمان قوم وی او که ورته وويل شی چی که پدی ملک کی کافر مړ شی د ملک امير يی جنازه په اوږو وړی ، زړه ته می نه لويږی چی هغه دی دا ومنی چی دا مسلمان قوم دی او که داهم ورته وويل شی چی پدی ملک… نور لوستل »