د کافرانو ډولونه او د هغو حکمونه

بشیراحمد الحنفي

د غیر مسلمان تعریف:

هغه چي پر سول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ او د هغه پر رسالت باندي ایمان نلري، دې ته په فقهي یاشرعي لحاظ کافر ویل کیږي.

غیر مسلمان پر دوه ډوله:

۱: یو هغه دی چي ظاهرا او باطنا کافر وي، دې ته صریح کافر ویل کیږي.

صریح کافر پر دوه ډوله دي:

۱: أصلي کافر: هغه چي له اصله کافر دی اسلام یې ندی منلی لکه اهل کتاب او مجوس.

۲: مرتد: هغه دی چي اسلام یي منلی وي، خو بیرته وتلی وي.

۲: منافق: هغه دی چي ښکاره اسلام څرګندوي، خو په باطن کي کفر پټوي.

محارب کافر: هغه دی چي دده او د مسلمانانو ترمنځ عهد او پیمان نه وي او نه هم مسلمانانو امن ورکړی وي، او دی جګړه مار وي.

حکم د محارب کافر:

دده سره خپل تروسع جګړه باید وسي، حتی فرض عین ده. داهغه وخت چي جګړه اعلان کړي.
د منافق هم دادی چي دده سره ظاهرا د اسلام چلند کیږي، ترڅو چي کفر یې نه وي ښکاره کړی.
د مرتد حکم دادی چي ده ته به درې ورځي وخت ټاکل کیږي، که یې اسلام بیرته خپل کړ مسلمان دی، کنې د وژل کیږي به.

د محارب کافر حکم: د ده سره هرډول مینه محبت مولاة حرام دي، همدارنګه هر هغه ډول کار چي د اسلام، او مسلمان په ضرر وي ورسره حرام دی. او کبیره ګناه ده، کفر صریح دی د ملت څخه خارج دي، پدې شرط چي مطلق او عام موالات وي.

خو که چیري مولات خاص وي د دونیوي غرض لپاره وي پدې شرط چي عقیده یې سالمه وي دابیا کفر ندی.
البته تجارت ورسره روا دی لکه څرنګه چي د حدیثو څخه فهمیږي.

غیر محارب کافر:

هغه دی چي دده او د مسلمانانو ترمنځ عهد او پیمان وي او یایي امن ورکړی وي او جګړه مار نه وي.

دا پر درې ډوله دی:

۱: اهل الذمة: هغه دي چي اسلامي دولت یې یا اسلامي حاکم یې ساتنه کوي، او دوی جزیه ورکوي.

۲: معاهدون: هغه دي چي د دوی او مسلمانانو ترمنځ عهد او پیمان وي د یوې مودې لپاره لکه څرنګه چي رسول الله په صلح الحدیبه کي وکړ.

المستأمن: هغه دی چي د کفري هیواد وي مسلمان حاکم او یا یوه مسلمان امن ورکړی وي.

حکم د ټولو:

د دوی مال او وینه او ناموس خوندي دي، ددوی وینه توی کول حرام دي، ترڅو چي غدر او خیانت یې ښکاره نسي، او یا خپل عهد او پیمان مات نکړي.

که پیمان مات کړ یا غدر وکړ قتل روا دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ډیره ښه لیکنه: لطف وکړی د طالبانو ډولونه هم ولیکه، ریښتنی طالبان، امریکایی طالبان، د آی اس آی طالبان، جاهله او بیسواده طالبان. هغه د موسسی انجنییر چی ویډیوی په اجتماعی پاڼو کی لاس په لاس کیږی وایی چی زه الحمد الله مسلمان یم، بیا کلمه وایی خو دا جاهله او له عقدی ډک طالب یی په ډیره بیرحمی سره شهیده وی. داسی وژنه په کوم حکم کی راځی؟