نړۍ

نيويارک ټايمز: د فلوريډا پوځي اډې کې د برید ځای ته څېرمه شپږ سعودي اتباع نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا فلوريډا ايالت کې تېره ورځ د هوايي ځواک يوه سعودي محصل یوولس امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، امنيتي ځواکونو د ډزو ځای ته نږدې شپږ سعودي اتباع نيولي دي.

د ورځپاڼې په وينا په نيول شوو کې درې کسانو د پېښې ويډيو کوله، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

نيويارک ټايمز د امنيتي سرچينو په حواله ليکلي، نيول شوي کسان د هوايي ځواک د اکاډيمۍ محصلين دي، پر امريکايي عسکرو د برید پر مهال همدلته وو، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه ويډيو کول له پېښې سره تړاو لري که نه.

تېره ورځ د محمد الشمراني په نوم د هوايي ځواک سعودي محصل د فلوريډا په پنساکولا پوځي اډه کې درې امريکايي پوځيان ووژل او اته نور يې ټپيان کړی.

د امريکا «سايټ» ویب پاڼې ليکلي، چې بریدګر له پېښې څو شېبې مخکې امريکا «د شر دولت» بللی و.

ويب پاڼه وايي، محمد سعيد الشمراني ليکلي و، «زه د شر خلاف يم او امريکا ټوله په شر اوښتې ده.»

کرکجن جرم

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په خپل لېږلي پيغام کې دا برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې دا برید د سعودي ولس استازولي نه شي کولی.

ټرمپ هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د سعودي پاچا د پېښې په اړه ورسره غمرازي کړې، دا برید يې غندلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x