
رڼا د سولې؛ منيب احساس
منیب احساس
څرک د سولي راوله صبا د سولي راوله
خدایه! ګل وطن ته مو رڼا دسولي راوله
بیاچي دوه خفه وروڼه یوبل ته غاړه غاړه شي
بوي د سولي راوله هوا د سولي راوله
ستړی دی ولس می خدایه نور دغو حلاتو نه
تاب د سولی راوله اشنا د سولي راوله
خدایه چي له دي مستوزلمیوخاموشي یوسي
جوش دسولی راوله څپا دسولي راوله
چي مستي زلفي واچوي زلمي د آزادی بیا
خواښي د سولي راوله موسکا د سولي راوله
په خاوره داسلام چي بیا وجود لمبه لمبه کړي
پتنګ د سولي راوله ډیوا د سولي راوله
د هر شهید زخمي او د زندان اسیر ارمان ته
ملیار د سولي راوله بورا د سولي راوله
د کونډو رنډو پیغلو او د بوري مور یتیم ته
سپرلی د سولي راوله ځلا د سولي راوله
خوشال چي شي زړګی بیا د منیب احساس
جانان د سولي راوله ښکلا د سولي راوله