ورزش

رونالډو د ريال مدريد پر پريښودو پښيمانه شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د فوټبال مشهور ستوری کريستيانو رونالډو د خپلې پخوانۍ لوبډلې ريال مدريد پر پريښودو پښيمانه شوی دی.

د پرتګال هېواد نامتو ستوري ۱۸ مياشتې وړاندې د اروپا اتلانو ليګ له ګټلو وروسته ريال مدريد لوبډله پريښوده او ايټالوي لوبډلې يوونتوس سره يوځای شو.

ويل کيږي چې د ريال مدريد لوبډلې مشر سره د اختلافاتو پر سر نوموړي دغه لوبډله پريښوده، خو پخپله رونالډو ويلي چې غواړي نوې لوبډله وازمويي او هلته نړيوالې جايزې ترلاسه کړي.

اوس ځينې راپورونه وايي چې رونالډو د پخوانۍ لوبډلې ملګرو سره د خبرو پرمهال دوی ته اعتراف کړی چې پر خپله پريکړه پښيمانه دی.

په يوونتوس کې د يونيم پړاو سياليو له تيرولو وروسته رونالډو درک کړې چې په دغه لوبډله کې شخصي جايزې ګټل ناشونې دي او په دې شرايطو د سرو زرو توپ ګټلو ته هم نشي رسيدلای.

دغه راز رونالډو زیاته کړې، که چيرې په ريال مدريد کې پاتې شوی وای د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کال سرو زرو جايزې يې هم ګټلی شوې خو په يوونتوس لوبډله کې ورته دغه کار ستونزمن بريښي.

د ۲۰۱۹م کال غوره لوبغاړي (سرو زرو توپ) جايزه ليونل ميسي ته ورکړل شوه، په دغه ليست کې رونالډو له ورجل وندايک وروسته په دريم مقام راغلی دی، دغه راز یې په یاد یو نیم کال کې هیڅ نړیواله جایزه ترلاسه نشوه کړای.

کريستيانو رونالډو به په راتلونکي فروري مياشت کې ۳۵ کلن شي چې د عمر په ډيريدو سره به په راتلونکي کې ونشي کولای شخصي نړيوالې جايزې وګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x