ورزش

ويرات کوهلي د محمد نبي ريکارډ مساوي کړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د هندوستان کرېکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي ويرات کوهلي د محمد نبي هغه ريکارډ چې په شل اوريزو لوبو کې يې د غوره لوبغاړي زياتې جايزې ترلاسه کړي مساوي کړ.

د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د ويرات کوهلي په زړه پورې او لوبه ګټونکې ۹۴ منډو نوموړي ته د غوره لوبغاړي جايزه ورکړه چې په شل اوريزو لوبو کې يې ټولې ۱۲ واره جايزې ترلاسه کړې.

له دې وړاندې افغان لوبغاړی محمد نبي په لومړي نمبر و چې په شل اوريزو لوبو کې يې ۱۲ واره د لوبې غوره لوبغاړي جايزه خپله کړې وه.

وړمه ورځ د ويسټ انډيز او هند لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو سيالي ترسره شوه چې هند لوبډلې د ويرات کوهلي په مرسته د ۲۰۸ منډو هدف په ۱۹م اور کې بشپړ کړ، ويرات کوهلي دغه لوبه کې د ۶ شپږيزو او ۶ څلوريزو په مرسته ۹۴ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې.

په شل اوريزو لوبو کې د غوره لوبغاړې زياتې جايزې اخيستونکي لوبغاړي:

ويرات کوهلي ۱۲
محمد نبي ۱۲
شاهد افريدي ۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x