لیکنېنظــر

طالبان ولې اوربند نه کوي؟

نورمدین بلخېل

طالبان په یو وخت کې د افغانستان یو نظام و، چې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم یاديده، کله چې په ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه د نېویارک او واشنګټن پېښې را منځ ته شوې، د دغو پېښو ملامتیا د القاعده شبکې په غاړه چې اکثره مشران یې په افغانستان کې پټ وو، واچول شوه، مګر د القاعده مشرانو دا پېښه کې لاس لرل رد کړل، خو بیا هم امریکایانو ددې پېښې عامل القاعده وبلله،طالبان هم دې ته حاضر نه شول، چې تر خپلې واک لاندې القاعده مشران امریکا ته وسپاري.

په ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې پر طالبانو امریکا هوايي بریدونه پیل کړل، چې د یو څو میاشتو سخت مقاومت وروسته طالبان ختم شول او پر ځای په افغانستان کې د افغانستان د موقتې ادارې په نوم یوې ادارې چې په راس کې یې حامدکرزی و، په کار پیل وکړ، که څه په هغه وخت کې ځینې طالب غړي حکومت ته د تسلیميدو لېواله وو، خو ولې کله به چې حکومت ته تسلیم شول، شیپه په شيبه به امریکایانو کلابند کړل او یا به یې مړه او یا به یې کالونه کالونه بندیان کړل، په دې وخت کې ځینې خلکو د امریکا او افغان دولت سره عقده واخيسته، چې په نتیجه په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې یو سخت جنګ شروع شو، چې موږ یې تر ننه شاهدان یو.

د طالبانو جګړې له کندهار او هلمنده پيل او بیا په ټول افغانستان کې سر تر پایه لکه د اور سپرغۍ خپرې شوې او یو څو کالو کې د افغانستان تقریبا ټولو برخو ته ورسېدې، امریکایانو ډېره هڅه وکړه چې د ډالرو او مادیاتو په زور طالبان او یا په عموم کې دا خلک چې له امریکا څخه په کرکه وو، د حکومت تر سيوري لاندې کينوي، خو ولې دغه جګړه همدغسې توده روانه وه.
طالبان چې د دې مقاومت اصلي زړی بلل کیدل، امریکا ته په ډاګه وویل چې زموږ مقاوت به تر هغې روان وي، تر څو چې تاسو دلته موجود وئ او تر هغه هيڅکله له افغان دولت سره خبرو ته هم نه شو اماده کیدلای، چې دلته یو بهرنی سرتېری اوسیږي.

په هر صورت اوس دغه ته راځو چې یو وار طالبانو په یوه کوچني اختر کې د درو ورځو لپاره اوربند وکړ، خو اوس ولې دغه کار ته تیار نه دي؟

هر څوک په جنګ او سوله کې خپل سیاسي جوړښت ته په کتو ګټې او زیانونه لري، طالبان چې یو وخت په دې خاوره کې یو منظم حکومت و، په دې له هر څه ښه پوهيږي، چې په بې وخته اوربند کې یې څومره زیان او څومره ګټه ده او دا چې په تېر کې کله چې دوی د درو ورځو لپاره د خلکو او وطن په خاطر اوربند وکړ، دغه امریکې او افغان دولت په یو ډول نه یو ډول د دغه اوربند څخه څومره سوء استفاده وکړه او په دې سره یې هڅه وکړه، تر څو طالبان کمزوري او نړۍ ته داسې وښيي چې هغه د امریکا او افغان دولت سره له جنګ کولو ستړي شوي دي.

تاسو به لیدلي وي چې افغان دولت او امریکا په ځینو رسنیو کې داسې تبلیغات خپره کړل چې له اوربند وروسته په لسګونو زره طالبان له افغان دولت سره یو ځای شوي دي او په زیات شمېر کې نور طالبان هم د افغان سولې بهير سره د یو ځای کیدو په حال کې دي، په ځینو رسنیو کې به دا هم راتلل چې له اوربند وروسته د طالبانو زیاتره فعالیتونه ختم شوي، کوم چې دا یوه بې واقعیته خبره وه، بل خوا طالبان وايی، چې د تېرو نولسو کالو را هیسې کوم طالبان جنګیالي چې د نړیوالو ځواکونو او افغان امنیتي قوتونو په مقابل کې جنګ کوي، یوازې د دوی سره د یوه احساس له مخې یو ځای شوي دي، نه د کوم مادي موقف او هدف په خاطر، نو ځکه دوی په هيڅ صورت د افغان دولت له صفوفو سره نه یو ځای کیږي او که چېرته څوک دا خبره کوي، نو دا فقط او فقط تبلیغات او هوايي خبرې دي.

ممکن طالبان داسې فکر هم کوي چې که چېرې طالبان اوربند وکړي، نو افغان دولت او امریکا د هغې څخه د دوی په اصطلاح غلطه ګټه پورته کوي او کیدای شي دوی خپلو سیاسي موخو ته رسیدو لپاره هڅه وکړي چې دا به د طالبانو لپاره د منلو وړ نه وي، د مثال په طور که چېرې طالبان اوربند وکړي نو حکومت به د موقع نه په استفادې د غزني ولایت لپاره د ولسي جرګې انتخابات او یا د افغانستان د ولسوالیو لپاره ټاکنې تر سره کړي چې دا به بیا د طالبانو لپاره په هيڅ رقم د منلو نه وي.

یو بل فکر چې ممکن طالبان یې ولري، هغه دا دی چې که چېرې طالبان اوربند کوي، نو ممکن امریکا داعش ته په افغانستان کې د پراختيا فرست برابر کړي او په دې توګه سره داعش په دې موده کې ممکن د افغانستان په مرکز او ولایاتو کې ستر ستر بریدونه تر سره کړي، چې بیا به طالبان د اوربند سرغړوونکي بلل کیږي، همدارنګه طالبانو ته به د امریکا او افغان دولت له خوا وویل شي چې په افغانستان کې د امریکایانو او افغان دولت د جنګ ستر لوری طالبان نه، بلکې داعش و، چې دا خپله د طالبانو سره د امریکا دوکه او مکارت ښيي، چې طالبان به د دوی سره بیا هغه پخواني حالت ته ځي، کوم چې له اوربند نه مخکې و او بیا به طالبان د جنګ د شروع کوونکو په نوم پېژندل کیږي.

بل دا چې طالبان ځانونه یوازې د نولسو کالو جنګ ګټونکي نه، بلکې دوی خپل ځانونه د دوی په وینا د څلوېښتو کالو حقه جنګ مدعیان بولي، نو ځکه دوی وايي چې اوربند باید په ډېر دقت سره وسنجول شي او دا چې افغان دولت له شرط پرته اوربند غواړي، ناممکنه ښکاري، ځکه په هيڅ دنیا کې له مذاکراتو مخکې اوربند نه دی شوی.

طالبان داسې فکر هم کوي، چې که چېرته دوی اوربند وکړي، نو حکومت به بېرته هغو منطقو ته د ځواکونو ليږل پیل کړي، چې په اوس مهال کې د طالبانو په لاس کې دي، نو بیا به د اوربند د ماتيدو خطر وي او طالبان به بیا ملامت ګڼل ګیږي، نو طالبان فکر کوي چې هر کله د ښه نیت په اوربند کې دا ډول مشکلات را منځ ته کیږي نو ښه خبره دا ده چې نن د اوربند په کیدو کې فکر او سوچ وشي او له پوره فکر نه وروسته د اوربند کیدو خبره باید ومنل شي.

طالبان فکر کوي چې که چېرې دوی اوربند وکړي نو کیدای شي امریکایان له دې فرسته د دوی د جنګیالیو او قومندانانو په مابین کې د نفاق اچونې هڅه وکړي چې د امریکا او ملګرو دا ډول کړنې خپله بیا دې ته ضامنه برابروي چې اوربند مات شي او جګړه پیل شي، داسې ویل کیږي چې امریکا په تېرو نولسو کالو کې دا ډول کړنې د جنګ سره په څنګ تر سره کړي دي، که څه هم نتيجه یې نه ده ورکړې، خو بیا هم امریکایانو وخت نا وخت د حقاني شبکې او کوېټې شورا خبرې را پورته کړي چې په دې سره غواړي حقاني له طالبانو او یا طالبان له حقاني جدا کړي او په دې ډول د طالبانو دغه قوي مقاومت کمزوری او آن صفر ته را ښکته کړي.

دا چې په اوس مهال کې د امریکا ولسمشر ټرمپ له مذاکراتو مخکې د اوربند غوښتنه کړې ده، کله چې ټرمپ افغانستان ته راغی، نو خپلو سرتېرو ته یې په وینا کې وویل چې د طالبانو سره د سولې خبرې شروع شوي دي او دا غوښتنه یې هم وکړه چې باید اوربند وکړي، خو طالبانو وویل چې دوی د اوربند د کیدو په اړه کوم فکر نه دی کړی او نه هم په اوسنیو شرايېطو کې د اوربند لپاره شرایېط مساعد دي، طالبان وايي چې که چېرته ټرمپ د اوربند د کیدو په اړه څرګندونې کوي نو هدف یې ممکن هغه اوربند وي چې یو څه وخت مخکې د دوو غربي استادانو)یو امریکايي او بل استرالیايي) د سپارلو په وخت کې د اتو څلوېښتو ساعتونو لپاره شوی و، زما په نظر طالبان به دا ونه مني چې د دوی سره د بغیر له مذاکرې او تفاهم، مخکې له مخکې اوربند اعلان کړي، دا ځکه چې هيڅ داسې په دې نړۍ کې نه دي پېښ شوي چې له مذاکرې او خبرو د مخکې اوربند شوی وي.
دا هم ویلای شو چې که چېرته امریکا او افغان دولت د طالبانوو په مورد ډېر کم څه وویني، نو بیا هغه د چا خبره له دې مچ وزره لوی غر جوړوي، فرضا په یوه وخت کې کله چې د طالبان د قطر سیاسي دفتر څخه یو هيات پاکستان ته تللی و، په یوه تلويزون کې مې د افغان دولت یوه پلوي شنونکي خبرې واوریدې چې ویل یې، عباس ستانکزی د طالبانو په پلاوي کې نشته دا په دې مانا چې ستانکزی له طالبانو څخه جلا شوی دی، خو وروسته دا خبرې فقط یوه افسانه وه.

د نتېجې په توګه ویلی شو چې طالبان تر هغې اوربند نه کوي، تر څو چې دوی له امریکایانو سره یوې نتېجې ته نه وي رسیدلي، کله چې د امریکایانو سره یوې لارې ته ورسيږي او د امریکایانو د وتلو خبره یقيني شي، نو بیا طالبان د افغاني لوري سره په خبرو پیل کوي، چې په نتیجه کې به یو اسلامي نظام یقیني او له هغې وروسته به د دوی تر منځ یو تلپاتې اوربند قایميږي، که چېرته د امریکایانو د وتلو خبره یقیني نه وي او د طالبانو او نورو په غوښتنه د اسلامي نظام قایميدل باوري نه شي، زما په نظر طالبان به اوربند ونه کړي او تر هغې به جنګ ته دوام ورکوي چې دغو اهدافو ته ورسیږي، په تېر کې چې په کوچني اختر کې طالبانو درې ورځې اوربند وکړ، له اوربند مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان دولت پلویانو ویل چې که چېرې طالبان ځان خپلواک ثابتوي نو باید اوربند وکړي، خو کله چې اوربند وشو نو بیا همدغو افرادو ويل چې افغان دولت د اوربند په مورد پاکستان ته رجوع کړې وه، نو بناء پردې طالبان د پاکستان ګوډاګیان دي او څه چې پاکستان ورته ووايي نو هغه به کیږي، نو بنا پردې په اوس وخت د طالبانو له خوا د اوربند هيله فکر نه کوم چې کوم ځای د ونيسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان ولي

ليکوال او لوستونکو ته سلامونه او احترامات که څه هم زه نه طالب يم او نه د طالبانو لپاره کمپاين کوم، بلکې يوازي د طالبانو چاري څارم او د سولي په برخه کې چې څه ممکن زما له لاسه کيږي هغه کارونه کوم. دا ليکنه مي سر تر پايه و لوستله، ډيرو مهمو ټکو ته اشاره پکي شوي ده چې هغه ټکي د بل جنګ لامل کيدلای شي، په هغه صورت کې چې له توافق مخکي اوربند و شي. نو په همدې اساس باید يوازي د اوربند کلمي ته خوښ نه شو، بلکي د اوربند محتوا ته بايد متوجه و… نور لوستل »

Hilal Afghan

د پاڼې کارکوونکو او لوستونکو ته سلامونه او احترامات! زما خپل نظر او پوښتنه، بې له دې چې د چا استازيتوب وکړم او نه يم۔ د طالبانو دا منطق پر ځای دی چې بې له کومې پريکړې اوربند نه کوي ځکه هغه دلايل قانع کوونکي دي چې موږ لا خپلواکه نه يو ډېرې استخباراتي کړۍ لاهم دلته شته نړيوالې، سيميزې او حتا ګاونډيان چې هر وخت د افغانانو تر مينځ نفاق غواړي جنګ ته زمينه مساعده وي امّا داچې طالبان وايې چې له دې توافق نامې وروسته موږ له امريکايانو سره اوربند کوو معنا دا چې افغانانو سره نه۔ په… نور لوستل »

اجمل

د افغانستان جنګ ټول افغانان سیاست مداران کړی دی. هان دا چی اوس ملا او طالب هم سیاست چلوی. یوه ډیره لنډه ریښتنی کیسه: د امارت په وخت کی زرین خیل شاه مزاری زمونږ اکا د کابل د پنځلسمی ناحیی ریس وو. په خیرخانی مینه کی یوې فرانسوی موسسی پر سړک کار کاوو. د کار په وخت کی یوه فراسوی کافر راته وویل چی له زرین خیل سره خبری کوم. زرین خیل صیب هغه وخت راغلی وو چی د سړک کار له نږدی ووینی، نو ما زرین خیل ته وویل چی اکا: سړی غواړی چی خبری در سره وکړی. زرین… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

اجمل خانه! کله له ځآن سره هم په جنګ شی په یوه تبصره کی دننه هم حافظه له لاسه ورکوی هغه درته د ملاقات جوړولو د وخت وویل دا په ټوله اسلامی او غیر اسلامی نړی کی معمول او معقول کار دی د میلمنو سره دوه او دری دقیقی هم باید په مناسبه او محفوظه چاپیریال کی ترسره شی که یی خبری اوږدی شی نو بیا؟ په اخره کی بیا په ګډو وډو سر شی او له ترمپه دجال جوړوی ، کهد ترمپ په وسه وی لغوه شوی خبری یی بیا ولی شروع کړی او د خبرو د پیلولو د باره… نور لوستل »

جميل

اجمل خانه ! که سيرت نبوی او د اصحابو کرامو تاريخ مو لوستی وای داسی بيځايه ريشخند او تهمت به مو نه کاوه او که يوڅه د خپل خالق بيره مو په زړه کی وای د درواغو کيسی به مو نه ليکلای . که تاسی سيرت نبوی په اخلاص سره ولولی زمونږ تر رسول(ص) بل سياست پوه به ونه مومی ، دا ملايان او طالبان هم د هغه مبارک وارثين دی . څنګه چی همدی مخلصو ملايانو او طالبانو ستاسو ټولو مالکانو ته په خاص ډول ستاسو لوی مالک(امريکا) ته د جګړی په ډګر کی سخته او نه هيريدونکی ماته… نور لوستل »

عبدالواحد

بلخیله وروره ډیرښه تحلیل دی کړۍ دۍ امریکااوګوډاګیان یی اوس هم ځانونه برلاسی بولی مګرطالبان ډیرپرکامیابه دی ،اوبیعلمه ملت هره ورځ پوهیږی اودمجاهدینو سره یوځای کیږی اوپرکفارودافغانستان دملحدی ټولنی خرڅ روځ په روځ پردرنیږی او ددوی په منځ کښی هره ورځ اختلاف ډیریږی،خوطالبانوته صبراو پرالله تکیه پکارده دخپله موقفه بدلیدل دطالبانوپه نقص دۍ دخاریجیانوتروتلو دمخه اوربند اوله ملحدینو سره ناسته لوغلطی ده کفار تنهاچنی وهی مات دی وزی که له طالبانوڅخه لکه ګلبدین غلطی ونسی دازمانظردۍ هرڅه دالله په اختیارکی دی. په اخترام عبدالواحد اڅګزۍ

غوربندي

کله چې د چا کور ته غل ولويژي نو هيڅ څوک له هغه سره اوربند نکوي بلکه تر هغو يې په سر سر وهي چې تېښتې ته اړ کړل شي.

که اشغالګر د وتلو په نيت يو جانبه اوربند وکوي نو دا ښه کار دی د طالبانو بريدونه به کم او د صفر کچې ته راکوز شي.

احمد

په آوربند باندی تینگار د دی کفارو له چل او نیرنگ پرته بل هیس نشی کیدای مجاهدین باید دی حساسی موضوع ته محتاط اوسی او تر یو نریوال ضمانت او پریکری مخکی آوربند غته سیاسی تیروتنه ده منل یی د جهاد زیان دی که کافران په ریشتیا د جنگ بندی غوختونکی وی د انخلا تر لاسلیک ورسته دستی آور بند دستی د موضوع ضمیمه ده

احسان محمود

تر یو موافقې وړاندي اوربند کول د عقل او نقل دواړو خلاف دی، ولي چې تر اوسه به چا داسي نه وي کړي، چې تر خبرو وړاندي دي اوربند وکړي. او بل دا چې که فرض کړو، طالبان تر خبرو وړاندي اوربند وکړي، نو کابل اداره به داسي شرائط پیش کړي، چې طالبانو ته يې پوره کول د منولو وړ نه وي، نو په دې صورت کې به یا طالبان تر هغې حقې داعيې تريږی، چې دا اتلس کاله د دې د ګټلو لپاره سخته مبارزه وکړه، او خبري به به مخ په وړاندي ځي، دا هم مشکله ده، او… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close