نظــر

ایا امریکا په رښتیا مرکزي اسیا ته په افغانستان کې داعش روزي؟

نورمدين بلخېل

دا چې امریکا په افغانستان کې د داعش په روزنه او پالنه اخته ده او له دې یې هدف او موخه څه ده، څومره رښتیا ده؟

د دې لپاره ځینې مهم منطقي دلایل شته چې تر ډېره ځینو خلکو ته په واقعیت کې ثابت شوي هم دي.
په ۲۰۰۱ م کال کې په افغانستان کې طالبان د امریکا په واسطه له منځه ولاړل او بیا د دوی په همکارۍ په دغه هېواد کې اوسنی نظام را منځ ته شو، کله چې امریکایانو په افغانستان کې پر طالبانو بمبارۍ کولې، نو دوی د ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او د مرکزي اسیا له نورو هيوادونو یې د هوايي حریم په حیث استفاده کوله، هلته دوی پوځي اډې جوړې کړې وې چې دغو ملکونو او روسانو هم د دوی دغه شتون د دوی په اصطلاح د ترهګرو په ضد جګړه کې موثر باله، د دغو هېوادونو او د روسیې له خاورې یې هر ډول اکمالات کول او په دې برخه کې روسانو هم د امریکا سره ښه نیت لره.

وروسته د امریکا او روسیې حساسیت سره زیات شو او بیا په مرکزي اسیا کې موجوده ټولو جمهوریتونو چې مخکې یې نومونه یاد شول، له امریکا غو ښتنه وکړه چې خپلې پوځي اډې په دغو هېوادونو کې وتړي، وروسته روسیې د خپلې خاورې څخه د امریکا نظامي او ملکي اکمالات بند کړل او په دې سره مرکزي اسیا هېوادونو چې د روسیې متحد ملکونه وو، د امریکا سره هر ډول همکاري بنده کړه، دا نو هغه وخت و چې نور نو د داعش غږ تر افغانستانه را رسیدلی و او روسیه د داعش له وېرې په لړزه وه.

روسانو فکر وکړ چې له عراق او سوریې د داعش راتلل او بیا په افغانستان کې د هغوی دومره ژر پیاوړي کیدل کومه ساده خبره نه ده، نو دا کار کوم وړوکی قدرت نه شي کولای، نو ويې انګېرله چې دا کار بغیر له امریکا نور څوک مخته نه شي وړلای، نو په دې وخت کې روسانو خپل تار د طالبانو سره چې د داعش یو نه پخلاکیدونکی دښمن بلل کیږي وتړه او د خپلو ګټو په خاطر یې د طالبانو سره رفت امد شروع کړ، چې په دې کار سره یې نه دا چې د امریکایانو سره اړیکې بدې شوې بلکې د افغان حکومت سره یې هم روابط ترینګلي شول.

طالبان په دې وخت کې سیاسي بهیر ته را ووتل، دوی په پټه او ښکاره ځینو ګاونډیو هېوادونو او روسیې ته سفرونه وکړل او هلته یې هم د داعش او د امریکا د اړیکو په اړه معلومات ورکړل، په دې سره دغو ملکونو طالبانو ته لېوالتیا وښوده.

په دې وخت کې د طالبانو د قطر دفتر فعال شو او په دې سره یې نور په دې برخه کې هغو ملکونو ته چې په افغانستان کې د داعش له وجوده په تشویش کې وو، قناعت ورکړ، روسانو چې مخکې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وجود سره ستونزه نه لرله، سمدستي یې غوښتنه وکړه چې باید ټول امریکايي قوتونه او ورسره درست استخباراتي پرسونل له افغانستانه خارج شي، داسې ویل کیږي چې روسانو دا درک کړې ده چې په افغانستان کې د داعش اصلي حمایت ګر امریکا ده، ځکه ممکن روسیې په خپلو عصري امکاناتو دا خبره پیدا کړې وي چې داعش په څومره فوري توګه له عراقه افغانستان ته او بیا د افغانستان شمال ته انتقال شو، چې د دوی د ګوتې نېونې ځای به امریکایان وي.

د افغانستان په ختيځ، مرکزي او ځینو شمالي سیمو کې خلک وايي چې د شپې له خوا ځینې طیارې او هيلوکپتر راځي او ځینې کسان او اسباب پريږدي، خلک داسې فکر کوي چې ممکن دا د امریکا کوم پلان دی چې دلته یې تطبيق کول غواړي، خو باید یاده کړو چې تر اوسه د دې اړیکو د ثبوت په اړه چا واضح اسناد نه دي وړاندې کړي. والله اعلم

طالبان وايي کله چې دوی د داعش خلاف خپل عملیات کوي نو اکثره وخت د امریکایانو د طیارو له خوا پر دوی بمباري کیږي، دوی وايي چې دوی کله د داعش جنګیالي په کومه سیمه کې کلابند کړي، نو بیا د امریکايي جهازونو او طیارو په واسطه انتقالیږي او خوندي ځایونه ته وړل کیږي، طالبان فکر کوي چې په دې مساله کې نه یوازې امریکا ښکېل ده، بلکې افغان دولت هم د امریکایانو سره همکاري کوي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ د داعش سره یو ځای شو او همدارنګه د مرکزي اسیا نورو جمهوریتونو اتباع په مختلفو نومونو د داعش سره یو ځای شوي دي او اوس دا وېره ده چې که دغه کسان مرکزي اسیا ته ورسول شي، نو نه یوازې د مرکزي اسیا امن به ګډ وډ کړي، بلکې په سیمه کې د روسيې ګټې هم زیانمنولی شي.

داعش هغه ډله ده چې په ۲۰۱۴ م کال کې په عراق کې د ابوبکرالبغدادي تر مشرۍ لاندې را منځ ته شوه، خلافت یې اعلان کړ او بیا یې په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې ونېوې، وروسته بیا دغه ډله افغانستان هم را نقل شوه چې د هېواد په ختيځ، شمال او نور سیمو کې یې فعالیت پیل کړاو ځینې سیمې یې هم تر ولکې او تاثیر لاندې راوستې، طالبانو د هېواد په ځینو سیمو کې د داعش خلاف جنګونه وکړل چې پایله کې یې ډېری سيمې له داعش څخه پاکې شوې او په ځینو سیمو کې د داعش ځینې جنګیالي افغان دولتي ځواکونو ته هم تسلیم شوي دي، د داعش مشر په ۲۰۱۹ م د اکتوبر په میاشت کې په سوریه کې ووژل شو.

دلته یوه خبره لیدل کیږي چې امریکا په منځني ختيځ کې د داعش په ځپنه اخته ده، خو ولې افغانستان کې بیا د خپلو موخو په خاطر د دغې ډلې په پالنه مصروف ده، روسان شک ښيي چې امریکایانو د په سوریه کې د داعش مشر وژلي وي، داسې یو وهم شته چې امریکا چې په سوریه کې د داعش مشر وژني، نو ولې د هغه د جسد ټوټې نه خپروي.

په هر صورت که چېرته وکتل شي، تر یوې اندازې د امریکا په شتون باندې په افغنستان کې شک کیږي، د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي د خولې خبره ده، چې داعش د امریکا وسيله ده او داعش په افغانستان کې د امریکا د لاس امسا بلل کیږي، دا چې حامدکرزی په اوس مهال کې د روسیې د ځینو سیاستوالو سره اړیکې لري، نو ممکن د کرزي له خوا دا خبره روسانو ته هم شوي وي، کرزي ویل چې یو وخت کې د شينوارو قومي مشران ده ته د لیدو لپاره راغلي وو، ده ته یلي وو، چې کله د ننګرهارپه شینوارو کې خلکو د داعش خلاف پاڅون وکړ، نو امریکایانو د خلکو د جنګ په کرښو بمباري وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x