ورزش

ميسي په هيټريک وهلو د رونالډو يو بل ريکارډ هم مات کړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د نړۍ نامتو فوټبالر ليونل ميسي يو وار بيا ثابته کړه چې هغه د فوټبال په اوسني تاريخ کې د نړۍ غوره لوبغاړی دی.

د برسلونا لوبډلې مشهور لوبغاړي ميسي يو وار بيا په لاليګا ليګ کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د سيال لوبډلې پر وړاندې يې هيټريک وواهه.

د اسپانوي ليګ په سياليو کې برسلونا لوبډله د ريال مايورکا سره مخامخ شوه چې په ۵-۲ يې بريا خپله کړه، په ياده لوبه کې ميسي ۳، ګريزمن او سواريز يو يو ګول وواهه.

۳۲ کلن ليونل ميسي د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په پرلپسې ۱۴ پړاوه سياليو کې يې له لسو زيات ګولونه وهلې دي.

دغه راز نوموړي په لاليګا ليګ د کريستيانو رونالډو د زيات هيټريک وهلو ريکارډ مات کړ، نوموړي اوس ۳۵ او رونالډو ۳۴ هيټريکونه وهلې دي. ميسي په ټولو سياليو کې تر دې مهاله ۵۳ هيټريک ګولونه وهلې دي.

لکه څرنګه چې د لاليګا ليګ جدول د لومړي مقام لپاره د برسلونا او ريال مدريد لوبډلې مخامخ دي، دغه راز د ميسي په مرسته د برسلونا لوبډله يو وار بيا په لومړي مقام شوه او ريال مدريد يې دويم ته ښکته کړ.

ليونل ميسي د ۲۰۱۹م پړاو سيالۍ په داسې حال کې پېل کړې چې ژوبل و، نوموړی په لومړيو ۷ سياليو کې د لوبې له پېل څخه نه و شامل، دغه مهال بينزيما ۶ ګولونه وهلي وو، خو اوس له ۱۵ سياليو وروسته ميسي ۱۲ او بينزيما ۱۱ ګولونه وهلې دي.

د يادونې وړ ده چې ليونل ميسي تيره اوونۍ شپږم وار لپاره د سرو زرو توپ نړيواله جايزه وګټله، هغه د نړۍ په تاريخ کې په زياتو جايزو ګټلو لومړی لوبغاړی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x