افغانستان

طالبان: له امريکا سره خبرې له هغه ځايه پيل شوي، چېرته چې درېدلې وې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امريکايي ديپلوماتانو سره يې خبرې له هغه ځايه پيل کړي، چېرته چې درېدلې وې.

سهيل شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د امريکايي مذاکراتي پلاوي په مشرۍ قطر کې له طالبانو سره لسم پړاو مذاکرات پيل کړي دي.

د قطر دفتر وياند زياته کړې، چې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ طالب ډيپلوماټانو له امريکايي استازو سره د روان بحران د پای ته رسولو لپاره پرون او وړمه ورځ ناستې کړي او نن درېيمه ورځ به هم له امريکايي ډيپلوماټانو سره ناسته ولري.

ښاغلي شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيه انوري تېره ورځ ويلي و، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تېرې خبرې لغوه شوې وې او اوس له سره خبرې پیل شوي، خو سهيل شاهين د سولې چارو د ناجيه انوري له يادولو پرته د هغې خبرې رد کړي دي.

طالبان وايي، له امريکا سره يې خبرې نهايي شوي او له امريکايي پلاوي سره د سولې تړون د هوکړې په څرنګوالي خبرې کوي.

د چارو څارونکي وايي، کېدای شي تر راتلونکو څو ورځو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
شاهین صاحب ته،
سیاسی خبرو سره سره مو جنګیالیو ته هم قومانده ورکړی،چه جنګ تشډد ،وحشت او دهشت ته کم کړی،
هسی نه چه بل تویت در باندی وشی،د بادشاهی خوب مو په اوبو لاهو شی،بیا دا سندری زمزمه کوی چه،
بادشاهی بیا لاړی اسمانی شوی،،،،،،،اسمان چه زمکه ته راځی قیامت به وینه،،،،،

مجاهد

فکر کوم غمی د غلام غنی بل مستعار نوم دی

Abdul-Rauf Alam

غمیه!اوس نو دا را ته جوته سو، چې ښه ډالرې مزدور یې.قارغه او باز (شاهین) لکه زمکه او آسمان سره لری دې،هر څومره چې وزرونه دی اوږده سې، بیا هم بازانو ته نه رسیږي،ځان مه ستړی کوه،هیڅ ګټه نلرې.

غمی.پښتین

په خیرونو په خیرونو، عبدالروف عالم ته. د ډالر،کلداری، روبل،تومان، نه غلام او نه یی مزدور یم،نه دولتی او نه طالیبی دنده لرم. یو ولسی عام سړی یم، د ګلبدین کسانو په چار اسیاب کی دومره ودربولم چه د بوسو خوسکی یی رانه جوړ کړ، طالیبانو خوست کی زاندان ته واچولم،خو ویی نه دربولم، د پاکستان،زاندان،د انګریز زاندان خوند می هم څکلی،خلقیانو پرچمیانو زموږ کورنی مشران ټول شهیدان کړل،عسکری صاحب منصبان وه. په هر حالت کی می الله ج طرف ته تیښته کړی ده،په هر څه می صبر کړی دی. بالاخره الله ج د مور پلار دعاګانو برکت سره داسی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مخی : امریکا د طالبانو سره نه بلکه د طالبانو د الهی نظام سره مخالفت لری، د همدی امله یی د سپټمبر نړیواله فاجعه په ډیر دقت پلان کړی او عملی کړه او څه کم دری زره بی ګناه امریکایان یی هم پکی قربانی کړل . امریکا د مجبوریت له مخی د طالب مشرانو سره خبری پیل کړی چه نظامی، استخباراتی ،مالی او تبلیغاتی ډګرونو کی د ماتی سره مخ شوی او د امریکا تر ټولو اوږد جنګ وو چه دوه لسیزه یی تر بل هر جنګ ډیر خسارات او تلفات له ځانه سره لرل… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x