ورزش

افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې د ۱۹ کلنو کم عمره نړيوال جام سياليو لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د ۲۰۲۰م کال په جنوري مياشت کې د سويلي افريقا په کوربه توب ترسره کيږي.

د غوراوي کميټې په وينا، تر ټولو پياوړې لوبډله يې ټاکلې او هغه لوبغاړي يې انتخاب کړي چې له تيرې مودې راهيسې ښه ځليږي، تر څو هېواد ته غوره لاسته راوړنې ولري.

په يادو لوبغاړو کې د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی ابراهيم ځدران چې لا ۱۸ کلن دی هم شامل شوی دی، د لوبډلې مشري د فرهان زاخيل پرغاړه ده.

ټاکل شوې پنځلس کسيزه لوبډله په لاندې ډول ده:

فرهان زاخيل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدران، ابراهيم ځدران، اسحاق محمودي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشيد مير عليخېل، عبد الرحمن، عابد تانيوال، فضل حق، عمران مير، زوهيب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.

په احتياطي لوبغاړو کې سميع الله سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی شامل دي.

د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام سيالۍ په سويلي افريقا هېواد کې د ۲۰۲۰م کال جنوري مياشتې په ۱۷مه نېټه پېل کيږي او د فروري مياشتې تر ۹مې نيټې به دوام وکړي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې د سويلي افريقا، کاناډا او عربي اماراتو لوبډلو سره ځای لري چې خپله لومړۍ سيالۍ به د جنوري په ۱۷مه د سويلي افريقا ۱۹ کلنو پر وړاندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x