افغانستان

غني د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکيې ته لاړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان سولې او ثبات په اړه د استانبول پروسې د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکيې ته تللی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اشرف غني به د ترکيې په استانبول ښار کې د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون سربېره د يو شمېر هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.

د استانبول د ناستو پروسه د  د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۱ کال کې د ترکيې او افغانستان په هڅو پيل شوې وه او لومړنۍ ناسته يې د ۲۰۱۲ په جون کې پلازمېنې کابل کې پيل شوې وه. هغه مهال د امريکا، روسيې، جرمني، فرانسې او استراليا سربېره د څلوېښتو دولتونو استازو په کې ګډون کړی و.

د استانبول د ناستو موخه د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور زياتولو او پراختيايي چارو کې له يوه بل سره مرسته او همکاري بلل شوې ده.

له ۲۰۱۲ کال راهيسې هر کال د ترکيې په استانبول ښار کې د اسيا زړه هېوادونه د استانبول پروسې ناسته کوي.

د افغانستان ګاونډيانو سربېره روسيه، هند، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د استانبول پروسې غړيتوب لري، همدارنګه امريکا، برتانيا او اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه د دې پروسې ملاتړ کوي.

ټاکل شوې، چې د استانبول پروسې د اسيا زړه په دې ناسته کې د افغانستان سولې او ثبات په اړه بحثونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x