
د ټاکنو کميسيون له ټاکنيزو ټيمونو سره علني غونډه رابللې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون پرېکړه کړې، چې د ټاکنيز بحران د حل لپاره نن له معترضو ټاکنيزو ټيمونو سره شريکه علني غونډه وکړي.
کميسيون وايي، په دې علني ناسته کې به هڅه وکړي، چې د معترضو نوماندانو اندېښنو ته ځواب ووايي او هغوی ته قناعت ورکړي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند ميرزا محمد حق پرست ويلي، نوماندان، سياسي ګوندونه او د ټاکنو د څار بنسټونه د شته کشالې د حل غوښتنه کوي او د دې لپاره د شريکې علني غونډه اړينه بلل شوې ده.
خو د نوماندانو شورا ځينو غړو وار له مخه د علني ناستې په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسيون بلنه رد کړې ده.
د کميسيون وياند وايي، که دې ناستې هم کومه مثبته پایله ونه لرله، نو بیا به کميسيون اړ وي، چې د خپل شته قانوني واک له مخې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د تېرې ميزان مياشتې په شپږمه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوي، خو له دوو مياشتو د زيات وخت په تېرېدو لا هم د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي.
معترض نوماندان وايي، کميسيون بايد هغه درې سوه زره رايې باطلې اعلان کړي، چې له ټاکنو وروسته سيسټم ته داخلې شوي او دغه ټولې رايې د اشرف غني په پلوۍ کارول شوي دي.
يو شمېر نوماندان د ټاکنو خپلواک کميسيون د اشرف غني په ملاتړ تورونوي، خو د کميسيون چارواکو دا تورونه رد کړي او وايي، چې ټول کارونه يې له قانون سره سم روان دي.