شعـــــرونه

غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

موږ که د مور په سترګو يو ځل ورکتلي هم وی
شنډه به نۀ وی، قربان دا خاوره به شاړه نه وی

چې ليونی وی، په څۀ نۀ پوهيدی، ډېر به ښۀ وو
ستا مينتوب، د خدای حساب به مې په غاړه نه وی

او که يو موټي وی، د پلار وصيت مو ياد ساتلی
د يرغلګر ښامار په خوله کې به نن داړه نه وی

تۀ که ليلا او زۀ مجنون دِ تا د سترګو نه وای
تر نيمو شپو به انتظار راته ولاړه نه وی

که زړۀ مې روغ وی، او زرې زرې بې کاره نه وی
داسې به مفت کوم چا اخيستی له کباړه نه وی

که شفاعت دي ليوني حسن ګټلی نه وی
نو غزل توري به مې ستا د سترګو ژباړه نه وی

۱۳۹۸،۹،۱۷،
شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x