افغانستان

بغلان او بلخ کې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبانو تېره شپه د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د پوليسو يوه قرارګاه نيولې او يو شمېر پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي، د دوی جنګياليو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کوديخېلو سيمه کې د پوليسو يوه قرارګاه نيولې او پر مهال د قومندان لايق په شمول اته پوليس او اربکيان وژل شوي دي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې په دې برید کې د قومندان سادات په شمول پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د بغلان ولايت چارواکو منلې، چې د حزب اسلامي پخوانی قومندان، چې اوس په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اربکیانو مهم مشر و، له خپلو درې ساتونکو سره د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې هم د ځانګړو ځواکونو پر قرارګاه برید کې د قومندان په شمول څلور کسان وژل شوي دي.

ذبيح الله مجاهد وايي، د شولګرې ولسوالۍ په صافيانو سيمه کې د دولتي عسکرو پر قرارګاه د برید په پايله کې فارياب لپاره د ځانګړې قطعې قومندان محمد خان احمدي له خپلو درې ساتونکو سره وژل شوی او درې ساتونکي يې ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x