شعـــــرونه

غزل؛ بشير وصال

بشير وصال

حسن پرست یم له ګلونو سره مینه لرم
ستاله وړو وړو لفظونو سره مینه لرم

ماته زمــــا ملګرو ټولو ته دعاوي کوي
مورجانی زه دي امینونوسره مینه لرم

ستالات منات ماتوم ستاله اوره نه ویریږم
زه ابراهیم یم له اورونو سره مینه لرم

ستادخنداطوفان می بیا دزړه په دښته راغی
ستاپه خندا له ماتو زړونو سره مینه لرم

ماته محبوب دی ماته یودی ستاوصال او هجر
زه دی خندا زه دی یادونو سره مینه لرم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx