افغانستان

د عبدالله ټيم له ټاکنو کميسيون سره شريکه ناسته د احتجاج په توګه پرېښوده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم د ټاکنو خپلواک کمیسيون له لوري رابلل شوې شريکه ناسته کې د احتجاج له امله پرېښوده.

د ثبات او همپالنې ټيم دوهم مرستيال اسدالله سعادتي د ټاکنو پر کميسيون تور پور کړ، چې نه غواړي ټاکنیز بحران پای ته ورسيږي.

سعادتي زياته کړه «تاسې پرېکړه کړې، چې نننۍ ناستې بې پایلې شي، تاسې همدا پتيلې ده.»

د ټاکنو خپلواک کميسيون نن په کابل ښار کې د ټاکنيزو ټيمونو سربېره د ټاکنو د څار بنسټونو شريکه علني ناسته رابللې ده او د ټولو لوریو اويا استازي په کې ګډون لري.

د ټاکنو کميسيون وياند میرزاد محمد حق پرست ويلي، غواړي، چې د ټاکنيزو ټيمونو او د ټاکنو د څار بنسټونو له استازو سره د علني ناستې پر مهال شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او که په دې ناسته کې هم ستونزې حل نشوې، د ټاکنو کميسيون به د خپلو قانوني صلاحيتونو له مخې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x