افغانستان

طالبانو بلخ ولايت کې د ځانګړو ځواکونو يو قومندان او د هغه مرستيال وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو يو قومندان او د هغه مرستيال وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، فارياب ولايت لپاره د ځانګړو ځواکونو قومندان محمد خان احمدي او د هغه مرستيال له درې ساتونکو سره وژل شوی او څلور نور ساتونکي يې ټپيان دي.

طالبان وايي، دغه قومندان او ملګري د شولګرې ولسوالۍ په صافيانو سيمه کې هغه مهال ووژل شول، چې د دوی جنګياليو د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ.

د بلخ ولايت چارواکو د پښې پخلی کړی او وايي، چې قومندان محمد خان د طالبانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي، چې قومندان محمد خان احمدي شولګرې ولسوالۍ ته د خپلو شخصي کارونو په موخه تللی و، چې د طالبانو د برید ښکار شو.

عادل زياته کړې، چې طالبانو د وژل شوي قومندان څو ملګري له ځان سره ژوندي نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x