نظــر

کاکا مراده ! افغانان دې د احساناتو مرهون دي

عبدالرحیم (ثاقب)

د لیندۍ د میاشتې په ۱۳مه نیټه د جاپاني ډاکټر ناکامورا، افغاني کاکا مراد پر مظلومانه وژنې ټول افغانان په تیره ننګرهاریان سخت ودردیدل.

ځکه پرافغانستان تر امریکايي یرغل وروسته دلته ډیر بهرنیان د افغانستان د بیا رغوونکو، په هغه کې د قانون حاکموونکو او امنیت پلي کوونکو په نوم راغلي ، مګر دلته یې داسې کړنې کړې چې اوس مو نه په هیواد کې د رغونې په نوم څه پاتې دي، نه د قانون او نه هم د امنیت.

خو کاکا مراد داسې بهرنی و چې افغانستان ته ریښتیا هم یواځې د رغونې او بشرپالنې لپاره راغلی و، دلته یې هم خپل عمر صرف کړی، هم یې خپلې پیسې لګولې او هم یې له افغانانو سره په کار کولو کې خپلې خولې توی کړې ، چې له امله یې ټول افغان ولس د کاکا مراد ، د دغو بي شائبه احساناتو ځان مرهون بولي.

افغانان که هر څومره په ویرونواوکړاوونو مبتلا دي ، خو بیوفا او احسان فراموشه نه دي.

همدا وجه ده چې نن هرافغان د کاکا مراد د وژنې په ویر، ویرجن دی.

اوس پوښتنه داده چې د کاکا مراد قاتلین څوک او ولي یې دغه د انساني احساناتو محسن وواژه؟!

د پوښتنې ځواب ښکاره دی، او هغه دا چې کوم څوک چې افغان پئ خور ماشوم په زانګو کې وژنې، چې د قرآن معصوم حافظان په ښوونځیو کې د اور په لمبو وریتوي، چې د ودونو په مراسمو کي ګډونکوونکي ماشومان د تن په وینو لمبوي، چې د یني عالمان په مسجدونو او مدرسو کې وژني او …

هغوي چې د افغان ولس د خوښي ، خپلواکۍ او سوکالۍ سلبوونکي دي.

هغوی چې په هره وسیله افغانان ځورولی شي په هغې صرفه نه کوي.

همدغو بي شعوره اود انسانیت په پوښ ننه ایستل شويو شرمښانو کاکا مراد وواژه.

هغوی ځکه کاکا مراد وواژه چې هغه د انسانیت خدمتګار و او دا بیدینه اجرتیان په کائناتو کې هغه شریرمخلوق دي چې د انسانیت په محو کولو خوند اخلي.

هغوی لکه د ګندګي غوزاڼې همدا وحشت او بربریت د ځان لپاره د سعادت محیط ګڼي او دهغه په پلمه بیګناه انسانان وژني.

نو اي د افغانانو د زړونو ګټونکي کاکا مراده !

که دښمنانو ته د افغانانو د چوپړ په جرم ووژلي خو په افغانانو کې به دې انساني خاطرې تلپاتې وي.

ته د افغانانو په زړونو کې ژوندی یې، هغوی به دي په ښه نوم یادوي او ستا پر اجرتي قاتلینو به لعنت وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ثاقب صاحب ته،
کاکا مراد قاتل سری سترګی ګرځی،ته یی هم پیژنی او زه یی هم پیژنم،کاکا مراد د کنړ سیند مهارکولو پلان درلود،پاکستان دا نه غوښتل چه دا سیند د مهار کړل شی،
نتیجه دا چه کاکا مراد یی د خپلو اجراتی قاتلانو په وسیله قتل ،او د کنړ سیند اوبه به تر نامعلوم وخت پوری پاکستان ته جاری وی،
کاکا مراد نه دولت قتل کړی او نه امریکا،
اروپایی استخبارتی کړی سل په سله کی د پاکستان لاس لرل تایید وی

جمیل

دکا کا مراد قاتل حضرت علی دی، د هغه د‌ځمکی او ابو لانجه وه

مجاهد

کیدی شی پاکستان وژلی وی ځکه چه د کنړ د سیند اوبه یی ستنولی . مګر یوڅوک باید دی هیواد کی د کوربنو او میلمنو امنیت وساتی چه هغه د کابل غلامه اداره او د هغوی باداران دی. که نه بیا حکومت چه تاسی ورته وایاست د څه د پاره دی باید د خلکو امنیت وساتی ،خلکو ته کار پیدا کړی خلکو ته زده کړی او ورته ټول مسایلو د اسانولو د پاره کار کوی د نشه توکو او روږد شوو مخه نیسی، د خپلواکی ساتنه کوی ، د هیواد د فرهنګ او مقدساتو درناوی او ساتنه کوی. د نورو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx