
بغلان کې ۱۷ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۱۷ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ۱۷ تنه دولتي عسکر او پوليس د جلب او جذب کميسيون په هڅو له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او له طالبانو سره يو ځای شوي دي.
مجاهد وايي چې طالبانو د يادو عسکرو هر کلی کړی دی او خپل عادي ژوند ته يې سوق کړي دي.
نوموړي په خپل ټويټر پاڼه د هغو عسکرو نومونه او معلومات هم خپاره کړي دي.
#الفتح:
مهم: نن د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۱۷ عسکر او پولیس له خپلو دندو لاس پر سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل. pic.twitter.com/5vm1TJXzyZ— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 8, 2019
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت دولتي عسکر د طالبانو د جلب او جذب کميسيون په هڅو له خپلو دندو لاس په سر کېږي او خپل عادي ژوند ته راګرځي چې طالبان يې هرکلی کوي او د امن ژوند تيرولو ډاډ ورکوي.
تر اوسه د بغلان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.