افغانستان

کرزی: تمه ده د طالبانو او امریکا مذاکرات د افغانستان جګړه پای ته ورسوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، د طالبانو او امریکا له مذاکراتو هرکلی کوي او په دې تمه دی، چې دا خبرې د افغانستان روان کړکېچ پای ته ورسوي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو او امریکا د درېدلو مذاکراتو د بیا پيل د هرکلي تر څنګ یاده شوې « سوله د افغانانو مسلم حق دی؛ نو ځکه د سولې له روانو هڅو څخه بشپړ ملاتړ کوو او له ټولو افغاني لورو مو هیله داده، چې له امریکا سره د مذاکراتو په دوران کې له بشپړې ځېرکتیا او دقت څخه کار واخلي، څو دا خبرې د افغانستان د خپلواکۍ سبب وګرځي.»

د طالبانو او امریکا مذاکرات چې نهه پړاوونه یې په بر کې ونیول، په تېره سپتمبر میاشت کې د امریکایي ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول؛ خو له تېرو دوو ورځو راپدېخوا یادې خبرې یو ځل بیا له هغه ځایه پيل شوې چېرې چې درېدلې وې.

د یوې سروې له مخې ۸۹ سلنه افغانان د طالبانو او امریکا له مذاکراتو ملاتړ کوي او دا خبرې د افغانستان د راتلونکې لپاره ګټورې بولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ای ټګماره، درواغجنه، غله، قاتله، غاصبه، …….. د دی ټولو مشکلاتو هغه لوی عامل ته یی. او اوس بیا څه د وطن پلورلو پلان لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x