غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د ژوندانۀ له مشکلاتو سره لاس او ګرېوان
جانانه زۀ یم له حالاتو سره لاس او ګرېوان

حیوان مې ولید له انسانه یې پناه غوښتله
انسان مې ولید حیواناتو سره لاس او ګرېوان

دلته مرید غواړي اِرهاز پورې ځان ورسوي
او هلته پیر له کراماتو سره لاس او ګرېوان

زړۀ کې مې ستا یاد د ماشوم غوندې خاپوړې کوي
ذهن مې ستا تصوراتو سره لاس او ګرېوان

له امکاناتو نه بغیر د ژوند پر لاره تلمه
اوس یم له ډېرو ممکناتو سره لاس او ګرېوان

نړۍ له تورو تیارو ووته، سپوږمۍ ته لاړه
خو پښتانۀ له روایاتو سره لاس او ګرېوان

څوک چې په خپلو جذَباتو حاکمیت نۀ لري
هغه وي تل له احساساتو سره لاس او ګرېوان

کله رنګینو خِیالاتو کې وي ورک “خدرخېل”
کله د نفس له خواهشاتو سره لاس او ګرېوان

ـــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۸/۹/۱۷

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

زړۀ کې مې ستا یاد د ماشوم غوندې خاپوړې کوي
ذهن مې ستا تصوراتو سره لاس او ګرېوان

له امکاناتو نه بغیر د ژوند پر لاره تلمه
اوس یم له ډېرو ممکناتو سره لاس او ګرېوان

احمد جان زلمی
میلمه
احمد جان زلمی

ډير ښه خدرخیل صاحب.