مشرانو جرګه: د طالبانو او امریکا له مذاکراتو ملاتړ نه کوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د مشرانو جرګه وایي، د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو تر هغه مهاله ملاتړ نه کوي، تر څو چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل شوي نه وي.

د جمهور نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» د جرګې په نننۍ ناسته کې ویلي « تر هغه وخته چې د سولې په خبرو کې حکومت ور ګډ شوی نه وي او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي نه وي، د طالبانو او امریکا له مذاکراتو هرکلی نه کوو.»

نوموړې زیاته کړې «د جګړې اصلي اړخونه طالبان او حکومت دي او باید دې دواړو لورو ته د خبرو زمینه برابره شي.»

د مسلمیار په قول، د سولې هغه پروسه چې د افغانستان حکوممت پکې ګډون ونلري، افغانستان ته ثبات راوړای نشي.

د طالبانو او امریکا مذاکرات، چې له کابو نهه پړاوونه یې په بر کې ونیول، د امریکا د ولسمشر له لوري په تېر سپتمبر میاشت کې تر لغوه کېدو وروسته له تېرو دوو ورځو راهیسې بیا ځلې پیل شوي.

د یوې سروې له مخې نږدې ۹۰ سلنه افغانان یادو خبرو ته خوشبین دي او د افغانستان د راتلونکې لپاره یې اړینې بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
9 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د مشرانو، کشرانو جرګی، ملی دا او هغه ، وزارتونه، جنرالان او داسی نور ټول د غلامی اداری جلا جلا نهادونه دی، د امریکایانو له خوا په بن کی جوړه او د غلام کرزی په مشری په الوتکو او ټانګو سپره کابل ته راوړل شوه، افغانستان کی الهی نظام په ځای د دموکراسی شیطانی یا دجالی نظام د برچی په زور په مظلوم اولس وتپل شو. مسلم ( امریکا ) یار پکی له دوه سوه څلور سوه پوندو او بیلونری ته لوړتیا تر لاسه کړه. لمړی د هغوی هره خبره او هره کړنه د بادارانو ( امریکا ) له خوا… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

تف لانت بیا خو دالر کمیږي ! !! ستاسو ځای د ابد لپاره پل چرخي دی ! !!

سخی ګل
میلمه
سخی ګل

کرانو د مشرانو جرګی اغضاو تاسی خو خپله چاره په اوبوکی ونی نو تاسو هیځکه هم د سولی د خبرو حمایت نکوی که سوله راشی دا اوسنی ګیدر بریتی به یو هم پاتی نشی

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

آیادی حکومت ته څوک حکومت ویلای سی چه په اول کی ځان مسلمان ښکاره کاوۍ تسبی به یی په لاس کی وی خوله به یی ښورول تابه ویل څونه عابد دۍ ،کله چه قدرت ته ورسیدۍ ملحدکافروو،اوټول تښتیدلی خلکیان اوپرچمیان ددووملیونوافغانانوقاتلان یی دحکومت دپاره راوغوښتل اوبرسیره پرروسیه ئی دناټوکفاروته دخپل ملت دقتلو لودعوت ورکۍ،آیاتاسوعقل لرۍ چه مسلمانان له دی کفارحکومت سره کښینی اودآینده مشوره ورسره وکی داحکومت بایدپه اعدامومحاکمه سی نه په مشورو،څونه افغانان چه دناټودلاسه شهیدان سوی دی مسئول یی دکرزی اوِغنی حکومتونه دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

اجمل
میلمه
اجمل

عبدالواحد ته: کفارو سره خو اوس طالبان مشوری او غونډی کوی. درسته ده چی د حکومت اکثریت ښه خلک ندی خو تاسو طالبانو هم په ښارونو کی بیوزله او بیګناه خلک وژلی په خپلو انتحاریانو مو د خلکو په ګڼه ګوڼه کی، په جوماتونو او هوتلونو کی خلک وژلی تاسی څوک محاکمه او اعدام کړی؟

احمد
میلمه
احمد

فضل الهادی کافر یار صاحب ته دی تاسو خو مشر بادار آمریکا د صلحی د مجلس برخه ده نو له کور یو لیونی بس ده که نه او هغه تاسی خپل د خیرک ادی نه بولی که ته یی ملاتر کوی یا یی نکوی مجلسونه به کیزی کافر یاره دیری لغتی مه وهه چی خپل موقف به خرابه کری

Javeed Umar
میلمه
Javeed Umar

دا ایله خرکوس په هیڅ نه پوهیږی تش بوتل دی

جميل
میلمه
جميل

مسميار او ډله يی په رشتيا چی ډير احمقان دی ، د دوی څخه چا د منلو او د نه منلو پوښتنه وکړه چی دوی يی بيا نه منی .
تاسی ټوله د امريکی مزدوران ياست ، ستاسو منل او نه منل امريکايانو ته د خره د وتلی باد ارزښت هم نلری .

اجمل
میلمه
اجمل

هر هغه موافقت نامه چی جنګونه ختمولی نشی هیڅ څوک یی ملا تړ نکوی. طالبان له کافرو سره د سولی موافقه کوی خو وایی چی له حکومت سره به زمونږ جنګ روان وی داسی موافقی هیڅ مسلمان نه منی. داسی موافقی ته ویل کیږی د کافرو سره موالات، سازش او تعهد.

اجمل
میلمه
اجمل

تاسی ټول شاهدان وسی چی د طالب او کافرو سره موافقه به د طالبانو ورکه وی. طالبانو ته به تر یو وخته پوری قدرت ورکړی خو ډیر زر به مخ په زوال ولاړ شی او د ملت او د مسلمانانو د کرکی موجب به وګرځی. دا ځکه چی په افغانستان هیځ یو مزدور او غلام حکومت نشی کولای. خلک پدی پوه شوی چی نور به د اسلام، جهاد او مذهب په نوم نه غولیږی. مجاهیدینو سرنوشت څه شو داسی به طالبان هم د نیستی ګودال ته ولیږی.