طالبان: توافقنامه په تېرو مذاکراتو کې بشپړه شوې، اوس یوازې په لاسلیک خبرې روانې دي/ ویډيويي مرکه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، له امریکايي لوري سره په تېرو پړاوونو مذاکراتو کې توافقنامه بشپړه شوې وه او اوس یوازې ددې توافقنامې په لاسلیک او ورپورې اړوندو موضوعاتو خبرې کېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له «نن ټکی اسیا» سره په مرکه کې وویل « خبرې له هغه ځایه پیل شوې، چېرې چې درېدلې وې، توافقنامه په تېرو پړاوونو کې بشپړه شوې او اوس یوازې ددې توافقنامې په لاسلیک او ورپورې اړوندو موضوعاتو خبرې روانې دي.»

نوموړي زیاته کړه « هغه مهال چې توافقنامه لاسلیک شي، امریکایانو ته به د وتلو لپاره مصؤنه لار ورکول کېږي او بریدونه به ورباندې نه کېږي، بین الافغاني مذاکرات به پیل کېږي، د طالبانو او کابل ادارې بندیان به خلاصېږي او د بین الافغاني مذاکراتو په مهال به د راتلونکي اسلامي نظام  تر څنګ د اوربند په اړه هم بحث کېږي.»

شاهین ددې ترڅنګ یاده کړه، چې د توافقنامې د لاسلیک مراسم به په دوحه کې ترسره کېږي « طبیعي ده، چې مراسم به په دوحه کې ترسره کېږي، تېر وار ترتیب داسې نیول شوی وو، چې یادو مراسمو ته به د درویشت هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران رابلل کېږي او نړیوال مؤسسات، ملګري ملتونه، اسلامي کنفرانس او نور به ګډون پکې کوي.»

د شاهین په قول، د توافقنامې له لاسلیک سره سم به د طالبانو او کابل ادارې بندیان خلاصېږي او دا ګام به د افغانانو تر خپلمنځي خبرو وړاندې اخستل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

دا کوم منطق منی چی امریکایی کافر نه وژنم خو پر افغان مسلمان برید کوم او ورسره بیگناه عام وگری هم شهیدوم.
پروردگاره هغو کی مو حساب کری چی تاته خوش وی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
شاهین صاحب ته.
ملی تجار یم.چین څخه تجارت مالونه واردومه،د ستا له خبرو څخه معلومیږی چه یو ځل بیا پادشاهی په لاس درځی،زه هم غواړم چه ستاسو نظام تقویه کړم او هم پیسی وګټم ،نو زما پوښتنه دا ده چه،
راتلونکی نظام تقویه لپاره مو څو مره ،کیبل ،متروکی په کار دی؟
او څومره دیجیتل د ګیرو بریتونو کنترول ماشینونه مو پکار دی؟
تور واسکټ زه له پاکستان څخه نه واردومه ،انشا الله هغه پاکستان مفت درکړی،

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

دا یو ښه ګام اخیستنه ده،چې بندیان به د هرڅه دمخه ایله کیژي.
دواړو لورو ته ګټه ده،که څه هم سوله شي یا نشي.
الله تعالی څخه امید لرو،چې انشاءالله سوله به کیژي،د ډیرو مودې ورک ارمان به مو الله تعالی د اسلامی امارت په هیله پوره کوي.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الحمد لله چي د همدغه الله سبحانه په اراده او فضل او احسان د رښتينو مسلمانو او مېړنو افغانانو په جهاد، سرښندنو او نه ستړي کېدونکو هلوځلو د جنايتکاري امريکې د ځناورانه نيواک څخه هم ګران هيواد افغانستان يو ځل بيا د خپلواکۍ د ښکلي ناوې د په غېږ کي نيولو شېبو ته په مدار مدار ورنژدې کيږي. پېغور دي وي هغو ناسيالو او تش په نامه افغانانو ته چي د ښکېلاکګرانو په پلوی او خپل هيواد او خلکو پر ضد يې له هيڅ جنايت څخه ډډه ونه کړه.

اجمل
میلمه
اجمل

امریکایانو سره به سوله کیږی او افغانان به همداسی وژل کیږی د پنجاب زویه. ګوړه ګوړه یاده وه خوله به دی شرینه. کچیری همداسی حملی وی ګوری به یی چی دا ځلی به دی ټرمپ د قطر له دفتره هم وباسی انشاالله.