نړۍ

اردوګان: که ټول مسلمانان زکات ورکړي، په اسلامي نړۍ کې به غریب پاتې نشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، هېواد يې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ځواک او تجربو شريکولو او پراختيا ته چمتو دی.

اردوګان دا څرګندونې تېره ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان ته د وينا پر مهال کړي دي.

د ترکيې د ولسمشر د څرګندونو مهم ټکي

  • د اسلامي هېوادونو ترمنځ روانې مشورې بايد يوه رښتيني هدف ته ورسيږي او په دې اړه د کېدونکو پرېکړو عملي کول اړین دی.
  • موږ بايد په اسلامي نړۍ کې خپل قوتونه سره يو ځای کړي او ترکيه چمتو ده، چې په دې اړه له اسلامي هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې کړي.
  • زموږ اساسي هدف د مسلمانانو ستونزې حل کول دي، که د اسلامي نړۍ په هر ګوټ کې وي.
  • ۲۱ سلنه مسلمانان يعنې زموږ ۳۵۰ ميليونه وروڼه د فقر تر کچې ښکته ژوند کوي.
  • د مسلمانانو د بډايو هېوادونو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ ډېر زيات توپيرونه دي او که ټول مسلمانان خپل زکاتونه ورکړي، په اسلامي نړۍ کې به هېڅ بې وزله مسلمان پاتې نه شي.
  • د مسلمانانو بډايه دولته بايد له نورو بې وزلو هېوادونو سره خپلې مرستې او تجربې شريکې کړي، تر څو د اسلامي هېوادونو کمزوری اقتصاد پرمختګ وکړي.
  • موږ ټول بايد خپلې ستونزې له هر ډول پيچلتيا او بدګومانيو پرته وڅېړو او ټول مسلمانان بايد اسلامي نړۍ ته د ورپېښو ګواښونو او ننګونو د مخنيوي لپاره په شريکه هلې ځلې وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba

ډیری په زړه پوری ټکی کاشکی زموږ 17 مشر هم همداسی د اسلامی فکر خاوند وای او د مسلمانو غم ورسره وای زموږ 17مشر خو مسلمانان بماروی او په سر سر یی وهی تر سر پورته نه کړی

عبدالواحد

دالله رحمت دی پرداسی مشروی چه مسلمانان اتحاد اوورورګلوۍ ته رابولی انشاءالله اوس پنځه متحدین دی آخربه ۵۷ سی که دالله رضاوه آخربه په دنیا کی ټول مظلوم مسلمانا ن دکفارواوظالموسرمایه دارانوخودپرستوخلاص سی اویوخوشحال اسلامی نړۍ به رامنځ ته سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

هدی

د زکات په اړه کومه خبره چي اوسمهال رجب طيب اردوګان کړې ده ، دا کار اسلامي خلافت څو سوه کلونه وړاندي نړیوالو ته په عملي بڼه ښودلی دی. د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت په دوره کي نوموړي د زکات، خیرات، عُشر ….ټولولو لپاره داسي منظم اسلامي اقتصادي نظام جوړ کړی وو، چي د هغه په وخت کي د زکات او خیرات اخیستو لپاره په هیواد کي غریب او مسکین نه پیدا کیدی.ویل کیږي چي زکاتونه او پیسې به پر اوښانو بار وه ، د ښار په کوڅو به ګرځول کېدل خو د اخیستو لپاره به وګړي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x