
هلمند کې د امنیتي ځواکونو په مرکز موټر بم برید درنه مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د برید پړه په غاړه اخستې او ددې ډلې ویاند «قاري یوسف احمدي» په خپل ټویټر لیکلي «نن لس بالا لس بجې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د ژړپله سره نیژدې د کمانډویانو او سنګوریانو پر ګډه قرارګاه د مازدا موټر بم زوروره چاودنه شوې چې پکې لسګونه کمانډو عسکر او سنګوري اربکیان مړه ژوبل شول چي ډیری یې لاهم تر نړیدلو ودانیو لاندې دي.»
د احمدي په قول، په دې تړاو به نور جزئیات وروسته رسنیز شي.
#الفتح #عاجل
نن لس بالا لس بجې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د ژړپله سره نیژدې د کمانډویانو او سنګوریانو پر ګډه قرارګاه د مازدا موټر بم زوروره چاودنه شوې چې پکې لسګونه کمانډو عسکر او سنګوري اربکیان مړه ژوبل شول چي ډیری یې لاهم تر نړیدلو ودانیو لاندې دي.
جزئیات وروسته— Qari Yousaf Ahmadi (@QyAhmadi21) December 9, 2019
د هلمند ولایت د والي ویاند «عمر ځواک» برید مني او په خبره يې، په دې برید کې د افغان پوځ دوه سرتېري ټپیان شوي.
نوموړي په دې تړاو د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کړې.
بل لورته له هلمند ولایت څخه یوې امنیتي سرچینې بیا «بي بي سي» ته ویلي، چې د موټر بم برید په پایله کې ۸ تنه دولتي عسکر وژل شوي.
یوه تصحیح : لس د پاسه لس ( د شپی که د ورځی ) ؟؟؟ سره د دی چه انګلیسی کی پی ام یعنی د ماخستن لس بجی او لس دقیقی هغه برید ترسره شوی. بله دا چه، د کابل د غلامی اداری ټول نهادونه، حتی ټول افراد د غلامی اداری یو بدن دی د بدن ټول غړی باید یوه خط مشی ، یو معلومات او دریز باید ولری که یوه پښه مخی او بله شاته زور کوی هغه بدن به ځای په ځای وشړیږی، تاسی پورته خبر کی وګوری چه د هلمند والی ویاند (( عمر بی ځواکه ))… نور لوستل »
عمر زواک چی چندان شی خو نه دی، خو ستا خخه سوال دادی چی ده ته دی سومره سپکی سپوری کری پدی خاطر چی درواغ وایی.مجاهده تاسو ته نه پوهیزم سه ووایم چی کفار اشغالگر نه وژنی او توافقنامی ورسره کوی یو پر بل د برید نه کولو تعهد ورسره کوی خو خپل افغانان وژنی په کوم شرعی دلیل او فتوا، دعالم نوم او حواله حتمی ذکر کره. عجیبه منطق دی.. اشغالگر هغه هم کافر نه وژنم مسلمان خپل وطندار عسکر او او عام خلگ وژنم!!! تعجب دی استناد ته.
ټول پدی پوه دی چی طالبان د پنجاب په امر نغواړی چی سوله وشی. هر کله چی د سولی خبری شروع شی بیانو د نیابتی عسکرو حملی هم زیاتی شی. دوی غواړی چی دا خبری یو وار بیا ټرمپ له غ…سره برابری کړی.