د امريکا دفاع وزير: له طالبانو سره د سياسي هوکړې له مخې د افغانستان جګړه پای ته رسوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع مارک ايسپر وايي، د افغانسان اتلس کلنې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او نور نه غواړي دا جګړه دوام وکړي.

مارک ايسپر له فاکس نيوز خبري اژانس سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، امریکا له تېرو نولس کالو راهيسې په افغانستان کې په جګړو بوخته ده، اوس غواړي، دغې جګړې ته د سياسي حل له لارې د پای ټکی کېږدي.

دی وايي: «که امريکا او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسيږي، دا به یقيني شي، چې افغانستان په راتلونکي وخت کې د نړيوالو وسله والو ځاله نه ده او دا به يو ښه چانس وي، چې موږ خپل عسکر له افغانستانه راخلاص کړو او د افغانستان پر ځای خپل عسکر د روسيې او چين پر وړاندې ځای پر ځای کړو.»

د امريکا دفاع وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له نږدې درې مياشتو ځنډ وروسته يو ځل بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلي مذاکرات بېرته پيل شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی او د امريکايي مذاکراتي پلاوي په مشرۍ له تېرو درې ورځو راهیسې په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره په مذاکراتو بوخت دی او ښايي په لنډو ورځو کې يوې مهمې هوکړې ته ورسيږي.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر هم په دغو خبرو کې ګډون لري.

په قطر کې د طالبانو  د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، له امريکا سره يې د سولې خبرې نهايي شوي او اوس يوازې د هوکړه ليک په څرنګوالي خبرې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د امريکې دفاع وزير ته ! ته وايې:«دا به يو ښه چانس وي، چې موږ خپل عسکر له افغانستانه راخلاص کړو او د افغانستان پر ځای خپل عسکر د روسيې او چين پر وړاندې ځای پر ځای کړو.» د روسيې او چين پر وړاندي يې څه کوئ چي ځای پر ځای کوئ يې، موږ خو روسيه ماته کړه او دادی تاسي مو هم د لوی شرم او ماتي سره مخ کړلاست، خو که يې نه منئ او نه ياست مات د روسيې او چين پر وړاندي عسکر مه ځای پر ځای کوئ، بلکي که نران ياست دغسي بريد پر وکړئ… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پشتو کی یو متل وایی [[کونی دریږی کونه یی نه دریږی ]] بخښنه کوی یا بل متل [[ شدی مستی د هر چا خوښیږی خو د پیشو پسی خڼی راوتی ]] انسانان که په سوله او عدالت کی ژوند ولری کوم چه د الهی نظام محصول دی. د ټولو بشریت د هوساینی تضمین کوی او سربیره پردی د سولی او امنیت په شتون کی به انسانان یو په بل باور او ورورولی ولری او د طبیعت له پراخی لمنی څخه به پریمانه او دومره لاسته راوړنی ولری چه ډ څو ځلی نورو انسانانو د پاره به هم بسنه وکړی. له… نور لوستل »