ټولنیزه برخه

ولې عصري علوم زده کوو؟

سبحان الله صارم

علم یوه عربی کلمه ده چې په لغت کی د پیژندنې، شعور،اتقان، او یقین په معنی ده او دعلماوو په اصطلاح کی دیو شی حقیقت درک کول او په هغه پوهیدلو ته علم وایي.

په مجموع کې علم په دوه برخو ویشل شوی

۱ ــ دیني علم چې نقلي علم هم ورته وایي.
۳ــ عصري علم چې تجربوي علم هو ورته وایي.

عصری علوم عبارت دی له طب،انجینری، ساینس،کیمیا، فزیک بیولوژی،جیولوژی …

د عصري علومو اهميت

قران عظیم الشان دالله جل جلاله کلام او داسلام دمبارک دین سپیڅلی کتاب دی چی داحکامو او قوانینو سربیره پکې د داسې علمي او ساینسي علومو څخه پرده پورته شوې چې مخکې د اسلام په پیل کې یې تصور هم نه کیده.

مګر نن په اثبات رسیدلی چی ټوله نړی ورته ګوته په غاښ ده چی دقران کریم په حقانیت او اعجاز باندی دلالت کوی.

الله جل جلاله په قران کریم کی فرمایی ـواعدو لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم .. ( الایة)

ژباړه:; او ځانونه تیار کړی ددښمن په مقابل کی هر څومره چی ستاسو په وس کی وی او وډارکړی دالله دښمنان او خپل دښمنان.

او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی (لکل داءٍ دواء)

ژباړه: دهر مرض لپاره الله جل جلاله دوا پیداکړی.

که پورتنی مبارک ایت په اوس عصر کی تفسیر کړو نو زموږ دښمنان ( غربیان); په هستوی بمونو سمبال دی
ډرون الوتکی لری،; بحری ځواک لری دcyber wars واک لری ،ځان دنړی super power بولي .

بلعکس موږ او ټوله اسلامی نړی دغرب تر فکری او عسکری یرغل لاندی یو.
نه هستوی بمونه لرو نه ډرون او بحری ځواک لرو.

د الهی ارشاد پر بڼسټ موږ باید له کفری نړی سره په هر ډګر کی مقابله ته ځانونه چمتو کړو او دا چمتو والی او اعداد پرته عـــصـــری عــلــومــو ناشونی دی.

همدارنګه دیو مرض دعلاج لپاره دهغه مرض پيژندل، تشخیص،معاینه، تداوی،او دوا جوړول پرته دعصری علومو له زده کړی امکان نلری .

امام غزالی رحمه الله دعصری علومو په اړه په خپل کتاب احیاء العلوم کی فرض کفایی ویلی .

که چیری دتاریخ پاڼي راواړوو نو وبه وینو چی اسلامی امت له اوس نه مخکی ډیر پیاوړی وه.

دهارون الرشید دخلافت په دوره کی مسلمانو علماوو ساعت جوړ کړ او دادهمغه وخت یوه ستره لاسته راوړنه وه کله چی داساعت دخلیفه له خوا دفرانسی پاچا شارلمان ته په تحفه کی ولیږل شو نو کله چی شارلمان دا ساعت ولیده نو حیران اوهک پک پاتی شو اوویی ویل ( چی دامسلمانان هم عجیب خلک دی چی داوسپنی په یوه وړه تکړه کی یی بیریان بند کړی دی او داکوچنی شیانو ته حرکت ورکوی )

خواوس اکثره اسلامی هیوادونه عسکری او پرمختللی سامان الات له فرانسی اخلی هغه فرانسه چی یو وخت یی ساعت نه پیـژانده.

داهرڅه داسلامی امت بی پروایی، او عصری علوموزده کړي ته نه پاملرنه ده.

همدارنګه دعثمانی خلافت په دوره کی چی خلیفه سلطان محمد فاتح وه داربان په نامه یوه مسلمان چی یو تکړه اهنکروه چی یو داسی توپ جوړ کړ چی باروت به یی پکی استعمالول.

کله چی مسلمانانو قسطنطینه محاصره کړه نو دقسطنطینی دیوالونه ته یی دا توپونه نصب کړل او وارونه یی پری شروع کړل چی په نتیجه کی مسلمانانو قسطنطینه فتح کړه او د اسلام بیرغ یې پرې رپاند کړ.

نو ای داسلامي امت ځوانانو راځئ چې خپل تلل سوی عظمت بیرته اعاده کړو ددښمن په مقابل کی خپل ځانونه تیار کړو ترڅو په فکری او عسکری ډګر کی ددښمن مقابله وکړای شو.

د یوه اسلامی نظام دحاکمیت په هیله

سبحان الله صارم الافغانی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close