د هلمند موټر بم برید کې لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نن له غرمې مخکې طالبانو د هلمند ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د کومانډويانو او سنګوريانو پر شريکه قرارګاه تکتيکي موټر بم چاودنه کړې، چې له امله يې لسګونو عسکرو او سنګوري اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې د برید مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغه تکتيکي موټر بم برید کې لږ تر لږه ۵۲ عسکر او سنګوري اربکيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د ښاغلي احمدي په وينا په دغه برید کې پنځه ټانکونه او پوځي موټر هم ويجاړ شوي او سرتېری بریدګر ژوندی خپلو ملګرو ته رسېدلی دی.

په هلمند کې د ميوند ۲۱۵ قول اردو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په دغه برید کې يوازې دوه عسکر وژل شوي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي، طالبانو په ناد علي ولسوالۍ کې د طالبانو موټربم برید له امله دولتي عسکرو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ناد علي امنيتي سرچينې وايي، په دغه برید کې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی روښانه کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مؤمن
میلمه
مؤمن

ان الحمد الله جمیعا

Adam Khan
میلمه
Adam Khan