د دیني مدرسو ښوونیزنصاب او نظام«لومړۍ برخه»

مفتي عبدالرؤف فراهي

یویشتمه پېړۍ ده. د تخصص’ کیفیت او سیالۍ دور دی’ د سیالۍ شپېلک وهل شوی دی’ منډه شروع ده د یوې لحظې خوب’ غفلت او سستي په کلونو کلونو نه جبیره کیږي.

د سبا معنوي او مادي پرمختګ او قیادت لپاره نوی نسل هر اړخیز’ سالم او متخصص روزل د علماءکرامو او مسؤلینو یوه اسلامي او اړینه وجیبه ده’ او دې وجیبې ته باید اولویت ورکول شي ځکه تر ایمانیاتو وروسته چې د تعلیم او تقنین موضوع څومره مهمه ده بله موضوع به ښایي دومره مهمه نه وي.

د ایمان په نشتون کې هیڅ څه اعتبار نلري’ دا ایمان دی چې انسان ته هرڅه اسانه کوي او هري قربانۍ ته یې اماده کوي د سالم تعلیم په ذریعه د ټولني او افرادو معنوي’ فکري او مادي اړخ جوړیږي او د سالم تقنین په ذریعه بیا ټولني کې عدالت او امنیت تامینیږي.

د تعلیم او تقنین یو سالم نظام چې کومه ټولنه کې سره یو ځای شي’ نو د هغې ټولني د معنوي او مادي پرمختګ لامل کیږي.

او غیر سالم تعلیمي او تقنیني نظام بیا د محرومیت او فکري انحراف لامل کیږي چې پایله کې یې نوی نسل د فکري او ذهني غلامۍ ښکار کیږي او ښکاره خبره ده چې فکري جګره تر عسکري جګړې خطرناکه ده’ د باطل د پېړیو سنګر په ورځو کې رنګېدلای شي او نه هم بیا دغه غیر ذي روح سنګر ستا مقابله کولی شي بلکې لا ستا شو.

خو د کلونو کوم فکر چې ستا مسلمان ورور یې د باطل سنګر ته بېولی دی’د هغه اصلاح یا خو بیخي ممکن نه وي او یاهم کلونه وخت غواړې او په بل سنګر کې به دي بیاهم مقابله کوي.

شرابخانې’ قمارخانې’ د سود او فحاشۍ مرکزونه ړنګول او اصلاح د ورځو کار وي’ خو کوم فکر چې زموږ مسلمان ورور یې دغه مرکزونو ته بېولی دی د هغه فکر اصلاح کلونه غواړي او همدغه فکر دی چې افراد عسکري او فکري مقابلې ته د هڅولو لامل کیږي.

دنیاوال چې یو غیر ذي روح توکی هم ټولنې ته وړاندې کوي نو یخ ‘ګرمي’ باد’ باران’ واوره’ شپه’ ورځ’ لوړه’ جوره وغیره… مطلب خپل د تولید ټول اړخونه سنجوي او پام کې یې نیسي بیا خپل تولید ټولنې ته وړاندې کوي.

نو دیني مدرسې او تعلیمي ادارې چې د انسان جوړوني فابریکې دي’ ټولنې ته هغه تولید وړاندې کوي چې د دین او دنیا د قیادت تمه ورڅخه کیږي’ که دې تولید ته هر اړخیزه پاملرنه ونه شي نو مشکله ده چې مطلوب نتایج دي ترلاسه شي.

ښکاره خبره ده چې تعلیمي نصاب او نظام د ښووني او روزني د ستراتیژۍ او ښوونیزي پالیسۍ په رڼا کې د ښوونیزو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه جوړیږي.

ښوونیز نصاب د کومو ځانګړو کتابونه لوستلو’ څو محدودو تعلیمي مرحلو’ یا کومو ځانګړو نابغه ګانو لپاره نه وي.

بلکې نصاب دمتعلم دعمر’ اړتیا او وړتیا سره سم د هراړخیزي ودي په موخه د درسي موادو او فعالیتونو متناسب او متوازن جوړښت څخه عبارت وي.

نو که په دیني مدرسو کې د تعلیم هدف یوه خاصه طبقه خلک په ځانګړي عمر کې د محدودو اهدافو لپاره روزل وي لکه تدریس’ امامت’ او خطابت بیا خو د تعلیمي نصاب چوکاټ’ مراحل او مضامین به یې هم د همدغو اهدافو د لاسته راوړلو په اندازه محدود وي…

او که په دیني مدرسو کې د تعلیم اهداف د ټولني د افرادو هر اړخیزه (اعتقادي’ فکري’ روحي’ رواني’ عاطفي’ جسمي’ سیاسي’ اقتصادي’ ټولنیز) روزنه وي’ (یقینا همداسي به وي)چې پایله کې روزل شوي افراد د ژوند په هره برخه کې د دین او ملت لارښود او خدمت کولو جوګه شي’ بیا نو د مدرسو نصاب او نظام چوکاټ’ مراحل او مضامین ټول په مجموع کې نوښت او پراختیا ته اړتیا لري.

د مسؤلینو ‘ علماءكرامو او د مدارسو د خاوندانو دا مکلفیت او مسؤلیت دی چې د وس سره سم د ټولو تعلیمي مراحلو له چمتووالي بیا تر تخصصاتو پوري په تفاهم’ همغږۍ او مشوره سره د یو مشترک کمیسیون له لاري د یو جامع’ معیاري او متوازن نصاب خاکه جوړه او په تدریجي ډول یې د نسبي تطبیق لارې چارې وسنجوي.

دا معقوله او منطقي نه ده چې موږ دي په مجموع کې د ټولو دیني مدرسو په کچه د تعلیم لپاره یو شپاړس کلن معیاري داسي نصاب او نظام ونلرو چې له ابتدائیه څخه تر لیسانسه ټولي تعلیمي مرحلې دي ولري’ چې د ماشوم د عمر’ اړتیا او وړتیا سره سم د ښووني او روزني یو مکمل نظام وي.

که موږ په دیني مدرسو کې د ماشوم د روزني لپاره یو داسي کامل نظام ونلرو چې د ماشوم د روزني لپاره د تعلیم ټولو مراحلو ته شامل نه وي’ داسي نیمګړی نظام وي چې ابتدایي تعلیم دي بل ځای کوي بیا دي مدرسو ته راځي’ او یا په مدرسو کې د نظام د نه شتون له امله د اته کاله درس ماشوم ته په درې څلورو کلونو کې و ویل شي که څه یې هم ذهانت او زکاوت فوق العاده نه وي’ بیا خو نو د تعلیم ټاکل شوي مطلوب اهداف لاسته راوړل غیر ممکن دي.

مفتي عبدالرؤف فراهي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د