غزل/سيد محمد حسن(هاشمي)

سيد محمد حسن(هاشمي)

زه د خیال په تصویرو کي له اسمانه مرور یم
چي رنځونه دوا نه سول له درمانه مرور یم
نور مي هغه تڼۍ لاړه چي مي قدر په تړلی
چي مي اوښکي زغمای نه سي له ګریوانه مرور یم
د وصال په جېلخانه کي د هر چار کورونه ډېر دي
دا چي زه بې دره ګرځم له زندانه مرور یم
د جنون کور دي ودان وي زما د تن په وینو باندي
چي په هر اور کي لوګی سم له جهانه مرور یم
د اغیار هره کوڅه کي مي د عقل شونډي وچي
چي تعبیر نه لرم ځان ته وس له ځانه مرور یم
د نفاق د بلا شتون دئ زما د سیمي پر سر باندي
د هر چا پر کور غوغا ده له خندا نه مرور یم
کله زه او دا قلم به له حسن سره خندیږو
د غمو په زیږنتون کي له سبا نه مرور یم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د