نظــر

په فیسبوک کې د «ناکامورا» فاتحه

ع. عزام

هغه څوک چې سیرت یې مطالعه کړی وي، هغه ته ښه معلومه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ابو طالب د هغه سره څومره ښېګڼې کولې او د هغه یې څومره قدر او احترام کاوه. تر څو چې ابو طالب ژوندی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې آزاد ژوند کاوه او هیڅ یو مشرک ورته څه نه شو ویلی، خو کله چې ابو طالب ومړ، مشرکینو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت کړۍ راتنګه کړه؛ ډول ډول تکلیفونه به یې ورکول تر داسې چې محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه د طائف تګ ته مجبور شو.

کله چې ابو طالب وفات کېده، د تفسیر بغوي مصنف د لاندې راتونکي آیت په تفسیر کې لیکي چې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابو جهل او عبدالله بن امیة المغیرة مشرکین یې د هغه خواته ناست ولیدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل: ((ای تره! لااله الاالله ووایه، دا به د الله تعالی پر وړاندې ستا د شفاعت لپاره زما دلیل وي)) خو ابو جهل او عبدالله بن امیة المغیرة د ځنکدن په حالت کې هم د هغه له بې لارې کولو لاس وانه خیست او ورته ویل یې: ((آیا ته د عبدالمطلب له ملت څخه اوړې؟)) رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلسل ډول دا پورتنۍ خبره ورته تکرارول، خو ابو جهل او عبدالله بن امیة به ترې ګرځاوه او همدا پېغور به یې ورکاوه چې ته دې د پلار عبدالمطلب ملت پرېږدې؟ آخرې نتیجه دا شوه چې ابوطالب وویل: ((علی ملة عبدالمطلب)) د عبدالمطلب پر ملت یم او نفس یې وخوت. هله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ((والله لاستغفرن لک ما لم اُنهَ عنک))
په الله قسم ای تره! زه به په مسلسل ډول تاته له الله تعالی څخه مغفرت غواړم، تر هغه وخته چې ترې منع شوی نه یم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا وویل، الله تعالی دا آیت نازل کړ:

مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ(التوبة:۱۱۳)

«له پیغمبر او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی دی، نه ښایي چې د مشرکانو لپاره د بښنې دعاوې وکړي اګر که هغه د دوی خپلوان هم وي، کله چې دوی ته دا خبره روښانه شوې ده چې هغوی د دوزخ وړ دي.»

نوم اخیستل به یې مناسب نه وي، خو دلته ډېر کسان شته چې د هیواد په کچه پوهاندان یادیږي، خو د ناکامورا له مرګ وروسته یې په فیسبوک کې د هغه یو ډول فاتحه اخیستې او له خلګو یې غوښتي چې هغه ته د مغفرت دعاګانې وکړي. دا سمه خبره ده چې ناکامورا د دې هیواد له کړېدلو خلګو سره ډېره ځواني او مرسته وکړل، نه هېرېدونکي خدمتونه یې پرته له کوم عوض وکړل، خو آخر هغه یو مشرک ومړ. مانا دا نه چې نېکي او کړنې دې ونه ستایل شي او یا دې هم احسان ونه منل شي، نه ، د یو چا د نېکۍ او احسان اعتراف باید وشي که څه هم محسِن یو کافر انسان وي، همدا نبوي سیرت او خصلت و، بلکې دا مانا چې د هغه سره د خواخوږۍ په ښودلو کې له اسلامي حدودو تېری ونه شي او برالا د شریعت د صریحو نصوصو مخالفت ونه شي، لکه څنګه چې پورتنی آیت د یاد عمل پر کړنه په صراحت سره دلالت کوي.

یاربه! ته ستا د نیغې لارې هدایت رانصیب کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

زمونږ سره ، امين يا رب العالمين .
خيرونه مو په نصيب سه حقيقت مو ليکلی .

غ.حضرت

د ګران او محترم ورور ع. عزام د لیکنی څخه په منی سره :
د قرآن د آیتونو د تفسیر څرنګوالی یوه مسئله ده او د یوې آئې د نزول شأن او د هغې کامل انطباق پر مشخصی موضوع بله مسئله ده.
د مشرک په هکله د مغفرت غوښتنه کومه چی په پورته لیکنه کی د ( بغوی) د ( تفسیر ) په حواله د ابوطالب د انکار سره مرتبطه سوېده، یوه سلیقه ای او حدسی مسئله ده چی ممکن اصلاً د ابوطالب د کیسې سره هیڅ تړاؤ ونلری بلکه دا احتمال هم موجود دی چی تر هجرت وروسته او په خونړیو جګړو کی د نبی علیه السلام د نژدې خپلوانو ( کوم چی د اسلام په مخالف سنګر کی جنګېدل) د وژنی پخاطر او همدارنګه د اسلام د جبهې د بریالیتوب د ډاډ او اطمنان په اساس شاید د نبی علیه السلام عشیروی خپلوانو د هغه مبارک څخه غوښتی وی چی د مشرکو مقتولینو په حق کی ور ته دُعا وکړی چی نبی علیه السلام د وحی په اساس لدې کار څخه ( هغه هم شاید د یو څو معدودو کسانو) په هکله منع کړه سوی وی، ضمناً دا مبارک نص کومه نهوی صیغه نلری یعنی په عمومی توګه یو مؤمن لدې کار څخه ندی منع سوی چی د بل خونی یا عقیدتی یا غیر عقیدتی ورور یا دوست په باره کی د مغفرت دُعا وکړای سی بناً داسی ښکاری چی دا آیۀ کریمه فقط د ځانګړی زمان او ځانګړو کسانو په هکله د مصداق او اعتبار وړ وی او که داسی نه وی نو:
یوه قرآنی او مسنونه او ممدوحه دُعا هره ورځ هر مسلمان د نبی علیه السلام او یارانو او اصحابو په شمول کړېده او نن ئې هم په هر لمانځه کی تکراروی یعنی:
د سورۀ ابراهیم دا دُعا:
اللهم ربنا الغفرلی و لوالدی و للمؤمنین یوم یقوم الحساب
اوس نو
نن ورځ که احمد یا محمود دا دُعا زمزمه کړی او د والدین نوم واخلی طبیعتاً او حتماً والدین ئې هم مؤمنین وه یا دی
خو
د ا صحابو په خوله ددې دُعا زمزمه او کیفیت او تقبل او عدم تقبل به څرنګه توجیه سی ځکه د اکثرو اصحابو او خلفای راشدینو والدین اصلاً مؤمنین نه وه البته د نبی علیه السلام د مبارکو والدینو د عدم مغفرت عقیده به د نبی علیه السلام لوړ شأن او مقام ته دروند توهین وی چی عقلاً او شرعاً د منلو وړ خبره نه ده ځکه که د یو عادی مؤمن دُعا د قبلېدو وړ وی نو د نبی علیه السلام د دُعا د نه قبلېدو عقیده خو اصلاً یو ستر ارتداد ګڼل کیږی بناً د یو خیر خواه انسان په باره کی دُعا کول به کوم شرعی ممانعت ونلری چی البته د نه قبلېدو په صورت کی هیڅوک د شکایت حق هم نلری.
وروستئ عرض می دا دی چی:
په پورته لیکنه کی د ټایپی اشتباه له امله د ( یثرب) پر ځای د ( طایف ) نوم لیکل سوی دی.

اورتور

محترم غ.حضرت صاحب ژوندئ اوسی ډیر متبحرانه او پر ځای بیان مو کړېدۍ .پر ګوتو مو برکت سه !

غوربندي

څنګه متبحرانه دی؟

يو څوک چې کافر يا مشرک ومري هغه ته د دعاء هيڅ فايده نشته په جز ددې چې دعاګوی خپله خوله ستړې کړې.

هر ژوندي کافر او هر لارورکي ته د هدايت دعاء د ثواب کار دی. خو که په ګمراهی کې ومري نو معنی دا چې هغه ازلي بدبخته دي.

عبدالله

ع. عزام صاحب، ناکامورا خو ولار چی هر شی وه اوس نسته او خدمت یی تول منی. دغه زانمرگی، دا خلگ چی په مساجدو کی بیگناه عام وژنی، داچی د جورولو کاریگر قتلوی او دیته ورته نور روا دی که ناروا؟؟؟ د افغانستان جنگ چی د مکی مکرمی خطیب، د اسلامی هیوادونو اتحادیی، په اندونیزیا کی د علماو غوندی او په کابل کی تقریبا دری زره علماوو تولو په یوه خوله د افغانستان جنگ ناروا او ورور وژنه بولی. خو مقابل ته یی هم په زرهاوو خلگ حتی علما شته چی دی جنگ ته روا والی ورکوی. اوس نو یو گروپ خو حتمی پر حق دی نو تاسی ووایاست چی هغه بل گروپ خلگ د شرعی په اساس سه شی کیژی؟؟ زکه پر قطعی حرام د حلال حکم یا پر قطعی حلال د حرام حکم سری کافر کوی.
په دوارو خواوو کی دوستان لرو نو چی یو طرف کافر سی موژ باید دهغو په جنازو او فاتحو کی گدون وکو که نه؟؟ ایا زموژ دوعاوی دغو زرهاوو خلگو ته گته کوی که یا؟

غوربندي

عبدالله صاحب

تاسو لس کاله مخکينيو تبليغاتو باندې شخوند وهی

يو غوايی واښه وخوري، بيا يې لړشم باندې بيا بيا شخوند ووهي او بيا يې د سوټو يا خوشايو په توګه له وجود څخه طرح کړي.

ستاسو اجرتي ماموريت داسې مثال لري لکه په خوشايو چې شخوند وهی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close