د سعودي په هوټلونو کې ښځو لپاره د جلا لارو قانون لغوه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د سعودي حکومت وايي، هوټلونو ته د داخلېدو لپاره د ښځو او سړيو د جلا جلا لارو قانون يې له منځه وړی او تر دې وروسته ښځې او سړي کولی شي، په يوه لاره هوټل ته دننه شي.

تر دې وړاندې په سعودي کې دا قانون و، چې ښځې او فاميلونه بايد له سړيو په جلا لارې هوټل ته داخل شي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې په ډېرو هوټولونو کې له اعلان پرته دا قانون تر ډېره پامال شوی و.

سعودي له پيله په دين او مذهب ټينګ حکومت بلل کېده، خو له تېرو څو کلونو راهیسې په ځانګړې توګه د پخواني پاچا عبدالله عبدالله د واکمنۍ په کلونو کې په تدريجي توګه د سعودي مذهبي رنګ د بدلولو هڅې روانې وې، خو د هغه له مرګ وروسته، چې سلمان بن عبدالعزيز پاچا شوی، ډېر واک يې له ځوان وليعهد محمد بن سلمان سره دی.

د بن سلمان په مشرۍ له تېرو څو کلونو راهيسې په سعودي کې د مذهب خلاف ازادي مخ پر زياتېدو ده او په مقابل کې يې پر مذهبي چارو او ديني علماوو بنديزونه زیات شوي دي.

له تېرو درې کلونو راهیسې په سعودي کې يو شمېر مهم بدلونونه راروان دي، چې ټول اساس يې د مذهبي فعاليتونو مخینوی او کمرنګي کول او په مقابل کې يې د مذهب ضد ازاديو ته اجازه ورکول دي.

دغه بدلونونه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هغه فکر بلل کيږي، چې وايي، تر ۲۰۳۰ کاله به په سعودي کې اساسي بدلونونه راولي.

په دغو بدلونو کې ښځو ته د موسيقي په کنسټرونو او همدارنګه د لوبو سياليو کې د نندارې اجازه، له محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر، د سينما او قمار خونو اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازې او ورته نورې ازادۍ شاملې دي، خو په عين حال کې حکومت د علماوو او دعوتګرو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي، سلګونه ديني علما يې بنديان کړي او يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي هم دي.

ميډل ايسټ ای برتانوي ويب پاڼې ليکلي، محمد بن سلمان سعودي ته دومره زيان رسولی، چې د هغوی دښمن ایران يې نشي ور اړولی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی معلوماتو له مخی: خپله د سعودی اصطلاح د هغه شل میلونه هیواد د پاره ناسمه اصطلاح ده یعنی سعودی هیواد د سعودی غلامی کورنی ملکیت دی او شل میلونه خلک یی غلامان دی. دا کار د چا له خوا، ولی او څرنګه رامنځټه شو؟ د یهودی انګریزانو له خوا، د الهی نظام د مخنیوی د پاره هله رامنځته شو چه انګریزانو د عربی او ترکیی نشنلیزم په واسطه عثمانی خلافت ته د پای ټکی او د عربو دغه جزیرنما کی ( چه افریقا، اروپا او اسیا یی سره نښلولی ) لویه برخه یی د سعودی کورنی غلامانو،… نور لوستل »