افغانستان

سرور دانش: حکومت د فساد ضد هڅو کې ناکام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش منلې، چې د دوی حکومت د فساد ضد هڅو کې ناکامو او اعلان شوي اهداف يې نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي په کابل کې د فساد ضد نړيوالې ورځ نمانځغونډې ته د وينا پر مهال وويل، حکومت هڅه کړې، چې د فساد پر ضد بریا تر لاسه کړي، خو پایلو ته په کتو بايد ومنل شي، چې حکومت په دې اړه له ناکامۍ سره دی.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د شفافيت څارونکې ادارې «سیګار» او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» هم ويلي، حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره هڅې کړي، خو په خپلو هڅو کې پاتې راغلی دی.

د څارونکو په وينا حکومت د کاغذ پر مخ د فساد ضد يادونه کوي، خو په عملي توګه داسې څه نه ښکاري، چې حکومت دې په خپله ادعا کې بريالی وي.

څارونکي بنسټونه وايي، حکومت يوازې د هغو فسادګرو پر خلاف دوسيې رسمي کوي، چې پراخ لاسونه نه لري او کمزوري وي او کوم فساد کوونکي، چې لوړپوړو چارواکو سره اړيکې لري او يا هم د کوم بانډ غړي وي، هېڅوک يې پر وړاندې د درېدو هڅه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اوه ، دا شوده بيدانشه ۱۸ کاله وروسته په پوه سو ، دا خو يی تر هفته فهمه لا په پښو کلک تړلی دی .

الحاج استاذ بیانزی

د ادم ع د پیدایښت دمخه د ملایکو نیوکه همدغه [فساد او بی ګناه وینی تویول] وو. ملایکو فکر کولو چه ټول انسانان به يو شان فطرت خلق شوی. د هغوی پوهه په دی اړه نیمګړی وه. انسانانو کی ښو او بدو شتون درلود. د الهی ازموینی د زیږولو او دوام د پاره د ښو ( نیکمرغو) انسانانو فطرت کی (( اطمنان )) او د بدو ( بدمرغو ) فطرت کی (( حرص )) نغښتل شوی او اخښل شوی وو. اصل موضع: بد انسانان ( د کابل غلامه اداره او بادار اشغالګر یی ) د هغوی د حرص له امله… نور لوستل »

عظیمی

دا ټوله دحکومت لوړ بوړه مامورین تر غوږو په رشوت غدر غلا قتل انسانتښتونه فساد اخته دی. اشرفـ ګلمرجان کرزی دانش د بارلمان آسان قاضیان څارنوالان جنرالان والیان قومندانان ټوله به دی اخته دی چه خپله تایه ونیسی او بس. ورور می سره دڅو نورو همکارانو په یوه ناحقه تورکی چه د کندهار رازق د خوا بلان سوی وو ، اخته سوو. خبره څارنوالی محکمی ته سوه. ورور می راته وویل “څارانوال راته و ویل پنځه زره ډالره راکه چه رښتا نوشته کم“ او قاضی راته وویل که د رازق خبره پر ځای نکم زما حال به هم ستاسو په… نور لوستل »

Sakhi Gul

زه محترم دانش صاحب ته وایم چه ته باور وکره چه هر وزارت او هره دولتی اداره د فساد نه دومره دکه ده چه اندازه نلری هر وزارت د یو سیپتیک ځاه حیثیت لری!!!!!!

الحاج استاذ بیانزی

نو محترم څرنګه ورته وایاست هغه دوهم معاون او د فساد برخه ده

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx