ننګرهار کې ښځو «د امنيت سمبوليکه جنازه» وويسته

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو شمېر ښځينه فعالانو په دغه ولايت کې د وروستيو ناامنيو له امله د احتجاج په توګه د امنيت سبموليکه جنازه وويسته او له حکومته يې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.

دغه متعرضې مېرمنې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې راټولې شوې وې، په ننګرهار کې يې د ناامنيو، اختطافونو، هدفي وژنو او د جاپاني مرستنېدويه ټولنې د مشر ډاکټر ناکامورا په وژنه د حکومت پر ضد احتجاج وکړ.

دغه مېرمنې، چې شمېر يې تر پنځلسو رسېدې، له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتونکې وې.

دغو لاريونوالو جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه د ډاکټر ناکامورا وژنه د امنيتي چارواکو ناکامي بللې او په وينا يې تر اوسه نه دي توانيدلي، چې د هغه قاتلين ونيسي.

د ننګرهار ولايت چارواکو د مقدسې احمدزۍ په مشرۍ شوی احتجاج پروژه بللې ده.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، «دا کومو نجونو چې نن د ننګرهار امنيت جنازې په نوم ډرامه جوړه کړې، په خپله د لوګر د ناامنۍ له امله ننګرهار ته راکډه شو او دلته يې همېشه د ننګرهار په عزت سياسي سودا کړې ده.»

دغو مېرمنو په داسې حال کې دا لاريون کړی، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او شاوخوا ولسواليو کې ناامني، هدفي وژنې، انسان تښتونې او ورته نورې ستونزې ډېرې شوې او خلک يې د ډېرې ناامنۍ له امله باړه بولي، خو چارواکي ادعا کوي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

له حکومته امنیت غواری، اوس خبره داده چی امنیت سوک خرابوی؟ دوه غلامان دریم پردی جاسوسان.
غلامان= طالب او خرس سوی چارواکی.
پردی جاسوسان= پاکستان، کی جی بی، سی ای ای او ….

جميل
میلمه
جميل

دا يی لا بله ، په افغان ميرمنو او جنازو ملنډی .
زما په اند دا احتجاج ندی ، پدی عکس کی افغانی ميرمنی ښکاری چه جنازه په اوږو وړی .
پدی عکس کی زمونږ دين ، زمونږ عنعنی ، زمونږ مړی او زمونږ ژوندی نارينه او ښځينه ټولو ته توهين سويدی .
د شيطان لعين هم عجيبه شيانو ته فکر سی .