غزل؛ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

خدایه څه بېخونده شپې دي په زړه سوړ یم له ژوندونه
چي منزل مي قیامتي سو ته یې لنډ کي دا مزلونه

نه اسمان نه مځکه وینم خړي دوړي پورته کیږي
قافله راځي ربات ته که تېر سوي کاروانونه؟

بوډا خپل نکل ته ژاړي نسته غوږ د اورېدلو
له مطربه سره نسته نوی شرنګ نوي سورونه

ما خوبونه وه لیدلي د بېړۍ د ډوبېدلو
اوس په ویښه ورته ګورم ریشتیا کیږي مي خوبونه

توره شپه ده غوړېدلې له هر څه ده ساه ختلې
میخانه ده نړېدلې تش له میو ډک خُمونه

شپه تپېږم تر سهاره لکه مار پر زړه وهلی
د قسمت پر تور اورغوي هره ورځ ګورم فالونه

پسرلي په شپه کي راسي لکه خوب هسي تیریږي
ورځ په برخه د سیلۍ وي یو پر بل یې خزانونه

زما په یاد هغه کیسې دي چي نیکه به مي کولې
یا مېړونه بدل سوي یا اوښتي دي وختونه

ما د نیل په خوب لیدلي ډوبېدل د فرعونانو
له یوسف څخه به غواړم د خوبونو تعبیرونه

جهاني رامعلومیږي د شفق له خوني سترګو
چي لا ګوري دې وطن ته د سکروټو سېلابونه

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر اوومه، ویرجینیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

نه اسمان نه مځکه وینم خړي دوړي پورته کیږي
قافله راځي ربات ته که تېر سوي کاروانونه؟

جميل
میلمه
جميل

پدی سن دی لا هم د ايمان او افغانی غيرت يو ټوټه و نه ليکل چی يو غيرتی موئمن دعا درپسی کړيوای .
فالونه ګوره فالونه ، خوبو کی هم فالونه ، مايوسی دی مايوسی اميدونه تښتيدلی .
دا توره دربه له کومه درته ښکاری ، او که امريکا تندر نيولی ده ، افغانانو ته خو آزادی او اسلامی نظام د ورولی او برابری سره راروان دی . ان شاءالله
يو دور راروان دی يو بدلون دی راروان
د سپينو بيرغونو يو پاڅون دی راروان
(که څوک ژاړی او که خاندی)