د نن سرلیکنهلیکنې

د مذاکراتي پروسې تر بيا پيليدو وروسته

نن ټکی اسيا سرليکنه

دری ورځې کیږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ځنډول شوې خبرې بیا پیل او دواړه لوري د ځنډول شوې پروسې د بعدې مراحلو د بشپړولو په نیت په خبرو لګیادي.

د افغانستان د لانجې ټول ښکیل لوري اوس پر دې خبرې توافق نظر لري چې یاده لانجه پوځي حل نه لري ، باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

تیرو نه پړاویزه مذاکراتو خبره وروستې توافق ته نیږدي کړې وه خو امریکايي ولس مشر ډونلډ ټرمپ هغه د یوه داسې ناموجه لامل له وجې وځنډول چې اوس يي د هماغه لامل له شتون سره سره بیرته پیلولو ته اړیستل شو.

دری میاشتنی مذاکراتي توقف د دې ترڅنګ چې امریکايي لورې ته یې کومه ګټه نه ورسوله،  یاده پروسه يې له ډیرو لحاظونه متضرره او په ترڅ کې یې په افغانستان کې ډیرې وینې نورې هم وبهیدلې.

خو اوس چې دا ځنډول شوې پروسه بیا پیل شوه دا یو هيله بښونکی اقدام دی چې دخيل لوري یې باید دا ځل د وخت له ضياع پرته په مثمر ډول د پایته رسولو کوښښ وکړې.

افغان سیاسیون، د افغانستان ګاونډیان او نړیواله ټولنه ټول د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي بهیر پلویان اوهغه د لانجې تر ټولو مناسب حل بولي.

ځکه په یادې پروسې کې د لانجې د هواړي ټول ابعاد ، لکه د بهرنیو ځواکونو وتل، بین الافغاني مذاکرات او د هغو په ترڅ کې د یوه عام شموله نظام جوړولو خیارات ټول نغښتي دي.

هیله ده دا ځل به د مذاکراتي پروسې طرفین له تیرو تجربو نه په استفادې سره له تعلل او پلمې لټولو پرته د هغې د اتمام لپاره کار وکړي تر څو په افغانستان کې تحمیلې جګړې او وینو توییدو ته د پای ټکی کیښودل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close