واشنګټن پوسټ: امريکايي چارواکو د افغانستان جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ويلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغو پټو اسنادو ته لاس رسی موندلی، چې د افغانستان جګړې په اړه له خلکو پټ ساتل شوي وو.

واشنګټن پوسټ وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې په اړه ټول امريکايي چارواکي پوهېدل، چې دا جګړه د ګټلو نه ده، له هر پلوه د امريکا په زيان ده، خو بيا يې هم خپل ولس ته درواغ ویل، چې افغانستان کې هر څه سم او د بريا پر لور روان دي.

په دغه راپور کې د تېرو اتلس کلونو راهيسې د امريکا درې ولسمشران جورج بوش، بارک اوباما، اوسنی برحاله ولسمشر ډونلډ ترمپ او پوځي جنرالان د افغانستان جګړې له امله ناکامه بلل شوي دي.

د ورځپاڼې له لوري شاوخوا ۲۰۰۰ پاڼې هغه اسناد خپاره شوي، چې حکومت په کې د افغانستان جګړې د حقايقو پټولو هڅه کړې ده.

واشنګټن پوسټ وايي، د دې اسنادو ترلاسه کولو لپاره يې درې کاله په محکمه کې قانوني مبارزه کړې او بالاخره په دې توانيدلي، چې د افغانستان جګړې په اړه ا د امريکايي حکومتونو درواغ او فريب خلکو ته ښکاره کړي.

دغه محرم افشا شوي اسناد د هغې پروژې برخه ده، چې د افغانستان جګړې د ارزونې لپاره پيل شوې وه.

په دغو اسنادو کې د افغانستان جګړې له ډېرو ښکېلو جنرالانو، عسکرو، کارپوهانو او نورو څارونکو سره مرکې شوي او دغو کارپوهانو د رايو په اکثريت د افغانستان جګړه له ناکامۍ ډکه بللې، په دې اړه يې پر امريکايي چارواکو توندې نيوکې کړي او هغوی يې ناپوهان بللي دي.

واشنګټن پوسټ په دغه راپور کې د پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د سپينې ماڼۍ د امنيتي سلاکار جنرال ډګلوس لوټ هغه څرګندونې راخيستي، چې د افغانستان جګړې د ناکامۍ په اړه يې کړي دي.

جنرال ډګلوس لوټ په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان جګړې حقايقو موندنې پروژې ته ويلي: «امريکايي چارواکي په دې نه پوهېدل، چې د افغانستان جګړه د څه لپاره ده او له دغې جګړې څه ترلاسه کول غواړي.»

د جنرال لوټ په وينا، سپينې ماڼۍ، د بهرنيو چارو وزارت او کانګريس په شريکه خپل ولس ته درواغ ويلي او د افغانستان جګړې اصلي حقايق يې له خلکو پټ کړي دي.

د پنټاګون د راپورونو له مخې د افغانستان نولس کلنې جګړې کې له ۲۳۰۰ ډېر امريکايي عسکر وژل شوي او له ۲۰۰۰۰ زيات ټپيان دي.

پنټاګون د نورو ايتلافي عسکرو شمېر نه دی یاد کړی، خو ازادې سرچينې وايي، په افغانستان کې د وژل شوو امريکايي عسکرو شمېر تر دې څو چنده زيات دی.

واشنګټن پوسټ د افغانستان جګړې په اړه دا محرم اسناد په داسې حال کې خپاره کړي، چې له شاوخوا درې مياشتو ځنډ وروسته يو ځل بيا د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شوي او ډېره تمه ده، چې دواړه لوري ډېر ژر يوې هوکړې ته ورسيږي، د بهرنيو پوځيانو د وتلو کره نېټه اعلان او تاوتريخوالی راکم شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

واقعيت همدغسي دی. امريکايي او افغاني داړه مارانو په افغانستان کي دا ځناورانه جګړه د خپلو ولسونو د ګټو لپاره نه، بلکي د خپلو ځاني ګټو، جېبونو ډکولو، ډول ډول امتيازونو ترلاسه کولو، عياشيو کولو، د يهودو د توطئو او موخو د پلي کولو، د وسلو او نورو د پانګوالو د ګټو او د امريکايي او افغاني حاکمو طبقو د واکونو د لا ټينګولو لپاره پر لاره اچولې ده. د دې جګړې بېخرته زيانونه د افغانستان او امريکې خلکو ته، ان د ډېرو هيوادونو نورو عامو خلکو ته ورسېده، خو داړه ماران ښه پکښي چاغ او غوښن سول. الله دي… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

نه داچه زموږدملت ډیراتلان یی ووژل بلکه پرموږیی داسی بیننګه حکومتونه وتپل چه هیڅ انسانی احساس نلری نه دملت ،نه دانسانیت ،نه دبشردوستۍ احساس لری له دنیاچه کموخلکودکومک په خاطرڅه راوه لیږل دوی دخپل ملت دلوږی اودرپدرۍ هیڅ احساس نه درلودۍ ټول یی پخپل خارجی اکونټوکی جمع کړل،داچه داد۱۸کالودجګړی آمران زه ګمان کوم دوی په رشوتودجګړی دجاری ساتلوپه ذریعه تابع کړی وو چه دخارجی کومکوپیس یی ورسره شریکولی ولی ، ولی دوی له دی غلوحکومتوپوښتنه نکوله چه ستاسی عسکرلاپه مرچوکی دلوږی مری داپیسی تاسوڅه کی .په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالله
میلمه
عبدالله

نن تکی اسیا اداره! داسی معلومیزی لکه مرکز چی مو په اسلام اباد یا لندن کی وی، تر ۱۱ یا ۱۲ بجو
خبر نه نشروی.
مبصرین مو کنترول کری که پنجابی نه دی، غالب گمان چی وی به. دیر شکنزل او سپکی سپوری کوی. پتنگ، جمیل مجاهد، معصوم یی شه مثالونه دی.

کندهاری
میلمه
کندهاری

داسي نه ده ، خو زما په خيال د نن ټکي کارکوونکي خوب وړي وي، چي را ويښ سي خبرونه او نور ځني تېر سوي او تللي وي. رښتيا هم دغه تبصرې د خبر د تېرېدو له امله د لوستونکو ترسترګو نه رسيږي.

اجمل
میلمه
اجمل

یوه امریکایی سناتور دا هم ویلی کچیری پاکستان طالبان و نه ساتی نو په څو ونیو کی به جنګ ختم شی.