روغتیا

دوامداره خوب راتلل څه په ګوته کوي؟

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): خوب د انسان په ژوند کې يو له اړينو برخو څخه ګڼل کيږي چې په کم او زيات سره يې وګړو ته بېلا بېلې ستونزې پېښيدلای شي.

خو ځینې ​​خلک دوامداره خوب کوي، نو دا څه په ګوته کوي؟

دې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره، د جرمني نیورولوژیسټ ډاکټر سباسټین راور ويلي چې دوامداره خوب کول څو لاملونه لري، ځکه چې دا ممکن هغه ناروغۍ ته اشاره وکړي چې نارکولپسي (Narcolepsy) یا هیپنولپسي (Hypnolepsy) نومیږي، دا یوه عصبي ناروغي ده چې د خوب ګډوډي او ویښيدو لامل کیږي.

د دوامداره خوب سربیره، د خوب کولو نښې نښانې زياته او سخته ستړیا، د خوب ناڅاپي حمله او د غړو يا عضلاتو ناڅاپي ضعف دی، کوم چې د سقوط او پريوتو خطر زیاتوي، دغه راز د شپې خوب خرابوي چې ورسره مو ارام او سکون هم نه وي.

ډاکټر راور زیاته کړه چې دوامداره خوب کول ممکن په وګړو کې جدي رواني فشار او باکتریایي انتانونه رامنځته کړي، دغه راز دماغو ته صدمه ورسوي او يا يې هم ټپي کړي کوم ته چې په طبي اصطلاح (Traumatic brain injury) ويل کيږي.

د همدې لامله تاسو ته په کار دي چې د دوامداره خوب کولو په هکله له ډاکټر سره مشوره وکړئ تر څو ددې اصلي لامل په ګوته کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x