شعـــــرونه

د مولوي عبدالسلام ضعيف نوی شعر

عبدالسلام ضعيف

ګرم يې مه بوله د هرچا مجبوري ده
غلامي ده، غلامي ده، غلامي ده

په ژوندون کې ازادي مطلقه نه ده
د انسان تر ارادي معلقه نه ده
دغه لاره بې توښې موفقه نه ده
په طاعت او بغاوت کې رهبري ده

اطاعت د خپل بادار رشتين هدف دی
اطاعت د حقيقي بادار شرف دی
بغاوت د شاړو لاره او طرف دی
بغاوت ګوره مطلقه ازادي ده

څوک چې ژوند د اطاعت غواړي سړي دي
ساده نه دي نه د عقل ليوني دي
د غلام په حيث چې پاته سي اصلي دي
دا تر ټولو د ښيګڼو ستراتيژي ده

ازادي له غلاميه خلاصون نه دی
اطاعت له ازاديه بيلتون نه دی
بغاوت له اطاعته پريکون نه دی
دا به ګورې چې د چاسره ياري ده

بغاوت د بندګانو غلامي ده
بغاوت د شياطينو پيروي ده
بغاوت د سرکښانو ملګري ده
بغاوت د مؤمنانو دښمني ده

اطاعت د امتحان د ازغو تار دی
اطاعت د خواهشاتو انحصار دی
اطاعت د عاقلانو خلکو کار دی
اطاعت اوس د قيدونو زندګي ده

د نجات لاره تنها د اطاعت ده
د دوزخ پر څنډه لار د بغاوت ده
دا دنيا يوازي دار د ندامت ده
د دنيا انجام ضعيفه مذدوري ده

ګرم يې مه بوله د هرچا مجبوري ده
غلامي ده، غلامي ده، غلامي ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x