
افغان لوبغاړي، ځينې د استراليا او ځينې د بنګلديش پر لور
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي په تجارتي سياليو کې لوبېدو لپاره ځينې استراليا او ځينې نورو بنګلديش ته سفر کړی.
دغه لوبغاړي به د استراليا په بيګ باش او د بنګلديش په غوره ليګونو کې ګډون کوي، چې د بنګلديش ليګ سيالۍ به سبا د ديسمبر په ۱۱مه نېټه خو د استراليا ليګ سيالۍ به د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه پېل شي.
په افغان لوبغاړو کې محمد نبي، محمد شهزاد، نوين الحق، رحمان الله ګربز، نجيب ځدران، شفيق الله شفق، مجيب ځدران، قيس احمد او حضرت الله ځاځی په بنګلديش غوره ليګ کې لوبيږي چې دغه هېواد کې د خپلو لوبډلو سره يوځای شوي دي.
On the way to bangladesh @MShahzad077 @imqaisahmadd @Mujeeb_R88 pic.twitter.com/ZfM6u85D2V
— Mohammad Nabi (@MohammadNabi007) December 8, 2019
بلخوا د افغان لوبډلې چپ لاسی سوکه توپ اچونکی ظاهر خان د استراليا په بيګ باش ليګ کې ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی، راشد خان به هم دغه هېواد ته ډير ژر سفر وکړي.
Off to Australia for @BBL @HeatBBL pic.twitter.com/9jQw6ZcHF0
— zahir khan (@zahirkh11176152) December 9, 2019
لکه څرنګه چې د بيګ باش ليګ سيالۍ له بنګلديش غوره ليګ څخه يوه اوونۍ وروسته پېليږي، دغه راز ځينې افغان لوبغاړي چې په بيګ باش ليګ کې لوبيږي اوسمهال په بنګلديش کې دي چې وروسته به استراليا ته سفر وکړي.
په يادو لوبغاړو کې محمد نبي، مجيب الرحمن او قيس احمد شامل دي.
افغان کرېکټ لوبډله اوسمهال کومې نړيوالې سيالۍ نه لري، د همدې لامله يې ګڼ شمېر لوبغاړي په بېلا بېلو ليګونو کې بوخت دي، دوی به په جنوري مياشت کې په عربي اماراتو کې تمرينات ترسره کوي.
زوموږ په اند دایوښه ګام ندی چی افغان لوبډلی په اوسنی شرائطو کښی په نورو هیوادونو کښی ولوبیږی