نظــر

د مدرسو ښوونیز نظام او نصاب «دويمه برخه»

مفتي عبدالرؤف فراهي

د مدرسو د ښوونیز نصاب او نظام په اړه څو مهم ټکې:

۱- ښوونیز نصاب او نظام کې ټول غایې’ کلي او ښوونیز اهداف او درجه بندي یې باید په پام کې ونیول شي.

۲- تعلیمي نصاب کوم وارداتي شی نه دی چې له کوم هېواد یا ټولني څخه یې کاپي او را نقل کړو’ البته د سیمي او نړۍ په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو له مشترکاتو او مفیدو تجربو څخه استفاده کول مطلوب ده.

۳- نصاب باید جامع او معیاري وي چې ټول تعلیمي مراحل ولري’ او اړین دیني او عصري مضامین پکې په متوازن شکل ځای پر ځای شوي وي.

۳- ښوونیز نصاب باید د سیمي او نړیوالو معیارونو سره سم یو منل شوی چوکاټ’ د وخت او افغاني ټولني د غوښتنو سره سم او د متعلمینو د عمر’ اړتیا او وړتیا مطابق تعلیمي مراحل ولري.

۴- د متعلم اړتیا او وړتیا ته په کتو سره د نصاب هره مرحله خپل ځانګړی تعریف’موده’ اهداف’ او د درسي موادو انتخاب او تنظیم یې خاص اصول لري’ چې باید مراعات شي.

۵- نصاب او نظام باید داسي ترتیب شي چې محتوا او روزنیز فعالیتونه یې د افرادو د هر اړخیزي: اعتقادي’ فکري’ روحي’ رواني ‘عاطفي’ جسمي’ سیاسي’ اقتصادي او ټولنیزي روزني جوګه وي.

۶- نصاب کې د ټولګیو(درجو) ترمنځ افقي( درجې د ننه مضامین) او عمودي( د یوې درجې له بلي سره) توازن او تناسب باید پام کې ونیول شي’ همدا ډول د مرحلو ترمنځ هم باید افقي او عمودي توازن او تناسب ساتل شوی وي.

۷- د نصاب او نظام ټولو عناصرو ته باید پوره پاملرنه وشي:

اهداف:

د فرد او ټولني اړتیا او غوشتنې.

درسي محتوا.

د محتوا جوړښت.

ښوونکي.

زده کوونکي.

اصول تدریس.

ښوونیز او روزنیز فعالیتونه.

چاپیریال.

د زده کړي منابع.

تعلیمي مراحل.

وخت او دورانیه.

ارزونه.

۸- د دیني مدرسو نصاب باید د اساسي تعلیم مراحل (ابتدائیه او متوسطه) ولري حد اقل اته ټولګي.

۹- د ابتدائیه او متوسطه مرحلو مضامین باید اساسي وي لکه قرآنکریم’ دیني ښوونه’لیک’ لوست’ مورنۍ ژبه’ نوري اړیني ژبې’ریاضي’ساینس’ټولنیز’ او مقرر کتابونه یې باید منهجي او د متعلم د عمر ‘ اړتیا او وړتیا سره سم وي.

۱۰ – د ثانوي او عالي(درجو) مرحلو اړوند هغه اساسي مضامین چې د مدرسو په نصاب کې شامل او مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث بالاتفاق منل شوي دي’ هغه باید پر خپل ځای پاته وي.

۱۱ – د ثانوي او عالي مرحلو هغه مضامین چې په نصاب کې شامل دي خو مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث نه دي منل شوي’ او یا خو یې کتابونه په افراطي شکل ډیر او تکراري وي نو داسي کتابونه باید کم یا تبدیل شي او پر ځای یې نور ضروري مضامین او کتابونه اضافه شي.

۱۲- په ثانوي او عالي مرحلو کې هغه اړین مضامین چې په نصاب کې نه دي شامل خو د وخت او ټولني غوښتنه ده چې باید شامل شي لکه:

۱- السیرةالنبویة.

۲- التاریخ الاسلامي.

۳- اللغةالعربیة.

۴- تاریخ التشریع الاسلامي.

۵- ادب الاختلاف.

۶- الادیان والمذاهب المعاصرة.

۷- السیاسة الشرعیة.

۸- الادارة والمدیریة.

۹- التجارة والاقتصاد المعاصر.

۱۰- مبادئ القانون.

۱۱- علم النفس.

۱۲- اصول التدریس.

۱۳- حکمةالتشریع الاسلامي.

۱۴- اصول الدعوة.

۱۵- اصول المحاکم.

۱۶ الغزو الفکري.

۱۷- الفقه المقارن.

۱۸- أصول التخریج و دراسةالأسانید.

۱۹- فقه النوازل.

۲۰- علوم القرآن.

د ديني مدرسو نصاب دوه اړخه لري چې یو اړخ یې د نصاب چوکاټ او تعلیمي مراحل دي ‘ بل اړخ یې محتوا او مضامین دي چې دواړه اړخه یې نوښت او پراختیا ته اړتیا لري:

د نصاب چوکاټ او مراحل:

د مدارسو د نصاب په مراحلو کې باید د نړیوالو مدارسو او نورو ښوونیزو ادارو له نظامونه ګټه واخیستل شي.
او د سیميزو او نړیوالو ښوونیزو ادارو له سیستمونو او تجربو څخه استفاده وشي…

تقریبا د ټولي نړۍ په کچه په لږ تفاوت سره په ښوونیزو ادارو کې تعلیمي مراحل له چمتووالي څخه چې د ماشوم عمر ۵/۶ کاله وي’ بیا د عالي مرحلې ترختمه چې هغه ماشوم تقریبا ۲۲ کلن وي چې تر فراغته یوه ۱۶ کلنه دوره کیږي:

۱- د چمتووالي(روضة) مرحله: یو یا دوه کاله د ماشوم عمر ۵-۶ کلن.

۲- ابتدائیه:پنځه یا شپږ کاله د ماشوم عمر ۷-۱۲

۳- متوسطه: درې کاله د ماشوم عمر ۱۳- ۱۵

۴- ثانویه : درې کاله ‘ د متعلم عمر ۱۶- ۱۸

۵- عاليه : څلور کاله ‘ د متعلم عمر ۱۹- ۲۲

د مضامينو په هکله د مدرسو نصاب دوې برخې لري: لومړۍ برخه ابتدائیه او متوسطه (اساسي زده کړي) چې ډیره مهمه مرحله ده چې د فرد اساس جوړوی’ عموما لیک’ لوست’ مورنۍ ژبه’ نوري اړیني ژبې’ دیني ښوونه’ ټولنیز’ ریاضي ‘ساینس’صحت او روغتیا او داسي نور چې د ټولني د غوښتنو او زده کوونکو د اړتیا او وړتیا سره سم ترتیبیږي…

په ښوونيز نصاب کې د زده کړې موده او د تعليمي مراحلو وېش يې د زده کوونکو د عمر، اړتيا او وړتيا سره سم او په مقابل کې د ټولنې غوښتنې په پام کې نيول ډېر مهم او اساسي ټکي دي.

لومړنۍ او منځنۍ (ابتدائيه، متوسطه) زده کړې چې اساسي زده کړې دي’ چې حد اقل اته کاله موده لري، د تعليم او تربيې د ميدان ټول پوهان او ماهرين بالاتفاق دا خبره کوي چې د لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې تر ټولو مهمې دي؛ ځکه د زده کوونکو اساس او بنسټ جوړوي، که يې دا بنسټ کمزوری وي نو تر پايه به همداسې کمزوری وي.

منځنۍ مرحله هم مهمه مرحله ده ځکه د زده کوونکي عمر تقريبا له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله پوري وي؛ نو دا مرحله د زده کوونکي د استعداد د انکشاف د کليدي وړتيا، پراختيا، د تخيلي مهارت پیاوړتيا کرار کرار له انضمامي مفاهيمو څخه انتزاعي (غير عيني، غير ملموس، غيرمحسوس) مفاهيمو ته راوځي چې بالاخره د تحليل او پرتلې کولو جوګه کیږي.

لومړنۍ دوې مرحلې ډېري مهمي دي، چې زموږ د مدارسو اساسي ستونزې هم په همدو مرحلو کې وي چې توجه غواړي.

موږ په مجموع کې د اساسي تعليماتو لپاره په مدارسو کې لکه څنګه چې مناسب وي’ هغسي منظم ترتيب نه لرو، د کمکي طالبانو زده کړې د لويانو طالبانو په پرتله کم اهمیته وي چې باید ورته پوره پاملرنه وشي.

د مدرسو د ثانوي او عالي مرحلو نصاب:

د مدارسو د ثانوي او عالي زده کړو په نصاب کې ستونزې نسبتا لږ دي’ ځکه د ټولو مدرسو ثانوي او عالي مرحلې تقریبا اته درجې لري خو ځیني مضامین او کتابونه باید زیات’ کم او تبدیل شي.

د ثانوي او عالي مرحلې درې ډوله مضامین دي:

لومړی ډول هغه اساسي مضامین دي چې د مدرسو په نصاب کې شامل او مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث بالاتفاق منل شوي دي’ هغه باید پر خپل ځای پاته وي…

دوهم ډول هغه مضامین دي چې په نصاب کې شامل دي خو مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث نه دي منل شوي’ او یا خو یې کتابونه په افراطي شکل ډیر او تکراري وي’ نو داسي کتابونه که کم یا تبدیل شي او پر ځای یې نور ضروري مضامین او کتابونه اضافه شي…

په ثانویه او عالي مرحلو کې دریم ډول هغه اړین مضامین دي چې په نصاب کې نه دي شامل خو د وخت او ټولني غوښتنه ده چې باید شامل شي نو داسي مضامین باید نصاب ته ور زیات شي.

د معياري نصاب ګټې:

نصاب چې د ښووني او روزني د اصولو سره سم نړیوال معیارونه: محتوا ‘چوکاټ او مراحل یې پوره وي لاندې ګټې لري:

۱- متعلم به د خپل عمر ‘ اړتیا او وړتیا سره سمه زده کړه کړي وي.

۲- متعلم به د فرد او ټولني د غوښتنو سره سمه زده کړه ترلاسه کړي وي.

۳- متعلم چې تر کومي مرحلې پوري درس ویلی وي نو د همهغې مرحلې هومره وړتیا به هم لري.

۴- کله چې متعلم داخل یا خارج ته تعلیمي اداره بدلوي’ نو د تعلیمي تسلسل ستونزه به یې حل وي.

۵- د معیاري نصاب سره سم درس ویلو په صورت کې به یې داخل او خارج کې د اسنادو مشکل حل وي.

۶- د ژوند په هره کې به د دین او هېواد د خدمت کولو جوګه وي.

۷- داخل او خارج کې به د دین د ښه خدمت کولو وړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x