امريكا چا ماته كړه؟

د.ب. هيښ

امريكا د دين ، ازادۍ ، استقلال ، ايمان ، صداقت ، فدا كارۍ ، شجاعت او جسارت  سردار  او سالار  د افغان اولس اصيل بچي طالب جان  د خپل ځان په قربانولو د الله تعالى (ج) په مرسته او د خپل اولس په بې سرحده  ملاتړ او غوښتنه   ماته كړه او يو ځل بيايي  د خپلو نيكونو د تجاوز ، اشغال ، استعمار ، استثمار او زور ګويۍ  ضد تاريخ ژوندى او تكرار كړ  او ټول ازاديغوښتونكي بشريت ته يى لكه د انګريزي استعمار نه دخلاصون او  د سوشيال امپرياليزم د شيطانت نه دنجات  په شان د غربي امريكايي امپرياليزم  د دولتي وحشت  او ترور سره د مبارزې هنر ور و ښود او جهان ته يې  ثابته كړه  چى دحق راتلل او دباطل  محو كيدل الهي وعده او ارشاد دئ  او په د مبارزه كى  توپونه ، ټانكونه ، بمونه  ، راكټونه  او نورى  مهلكى او  درنى وسلى  د ازادۍ  او استقلال سره دميني او ايمان  د اسلحى په مقابل كى تاب او طاقت نه لري .
نو اى افغان  قهرمان  او په ازادۍ  مين اولسه  او  د ازادۍ  او استقلال  د دفاع اتله طالبه !

سلام د وي ستا ميړ انى ، غيرت ، همت  او  قربانۍ  ته .

تا د مستقيم ، مرئي او واضح تجاوز او اشغال  ميدان فتح كړ  او  مغرور د ښمن ته د د سر په كاسه كى اوبه ور كړى ، دا برى او افتخار د مبارك شه .

خو كامل برى به هغه وخت وي چې د شر ، فساد ، جنايت ، خيانت  ، بى سوادۍ ، غلا ، غصب ، اعتياد او بى عدالتۍ  نامريي دښمن سره  جهاد هم د بري  پولې ته ورسوې  او داسې  ټولنه  جو ړه كړې  چې د اسلامي ، انساني او مدني اصولو په بنا ژوند كول يى اصل او د زور ، ظلم او ديكتاتورۍ  نه  فارغه وي .
طالب جانه !

دافغان اولس او ټول مستضعف بشريت د اميد ستر ګې  ستا لورته كږې  دي او شعور او شعار يې دادئ چې:

جهان  په انتظار دعدالت
او عدالت په انتظار د طالبانو

ددې  شعار او تفكر نه واضح ښكاريږي چې  ستاسو عظمت څومره لوړ  او  مسؤليت مو څومره دروند دئ .

باخبر ! چى د افغان اولس او مستضعف بشريت  دا د اخلاص نه ډك باور ته زيان ونه رسوئ  او  مايوسه يې  نه كړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

تر اوسه يې، چې نه دې مأيوس کړې، ان شاءالله پس له وروستی برې خو یې د مأیوسې ځای نشته.