په بين الافغاني مذاکراتو کي مجرمينو ته د ګډون حق ورکول جرم دی

عبدالمالک همت

د افغانستان ولس چي شاوخوا ۳۵ ميليونه وګړي دي هم په الهي سپېڅلو قوانينو او هم په ملي او نړيوالو وضعي قوانينو په دې اوسنيو تاريخي حساسو او برخليک ټاکونکو شېبو کي دا حق لري چي خپل برخليک، راتلونکې او سياسي نظام په خپل آزاد ګډون او په خپله خوښه وټاکي. پر ګران هيواد افغانستان باندي د روسانو او بيا د امريکايانو د تېريو په وختوکي پر افغان ولس باندي د تېري کوونکو په زور او زر واکمن سوي کسان په هيڅ قانون نه د افغان ولس استازي بلل کيږي، نه ولس د دې استازيتوب حق ورکړی دی او نه شرعاً او قانوناً دا حق لري.

د افغان غميزي په تېرو تقريباً څلوېښتو کلونو کي چي هر څوک په خپل زور يا د پردو په زور او زر مطرح سوی او د خلکو پر اوږو سپور سوی دی دا حق هيڅ نه لري چي د افغانستان د سولي او راتلونکي لپاره په بين الافغاني ناستو کي ګډون وکړي؛ په مذاکرو کي رايه ورکړي او يا د کومي ونډي غوښتنه وکړي.

په تېره د خلکو پر ضد د جرمونو مرتکبين چي د افغانستان د خلکو د خوښي خلاف يې د غير قانوني او بل واکي حکومت په مټ واک پر چلولی او اوس يې هم پر چلوي. ډول ډول ظلمونه او له جناياتو ډک اعمال يې پر تر سره کړي او تر اوسه يې هم پر تر سره کوي. حکومت يې برمته کړی دی او د بين الافغاني غونډو د مالکيت او سرپرستۍ ادعاوي او غوښتني هم کوي، په دغسي غونډو کي نه دا چي د ګډون حق نه لري، بلکي بايد د خپلو جنايتکارانه کړنو سزاوي وويني.

په بين الافغاني مذاکراتو کي لکه څنګه چي يې له نامه څخه څرګنديږي بايد د افغانانو رښتياني استازي په افغانستان کي د سولي او د هغه د راتلونکي په اړه د ګډون، رايي، نظرورکولو او پرېکړي کولو حق ولري، نه د پردو له خوا واک ته رسېدلي مجرمين او زور او زر لرونکي.

د سولي په خبرو کي بايد د خلکو رښتيني استازي د خلکو تر منځ کي د اتحاد او اتفاق لپاره چي غليمانو او د هغو لاسپوڅو پکښي ايجاد کړی دی او يو له بله د پيوستون او له هيواد څخه د پردو او د هغو د ګوډاګيانو د ورانیو د سمون او ډول ډول راولاړو سوو ستونزو د اواريو لپاره تصاميم ونيسي، نه داچي مجرمين او د پردو ګوډاګيان په حکومت او واک کي د برخو غوښتني وکړي.

ډېري لاري سته چي د پردو له خوا د مطرح سوو پر ځای د ولس له خوا ټاکل سوي استازي بين الافغاني غونډو ته وبلل سي.

ټولو ته معلومه ده چي د واک پر ګدۍ ناستو کسانو ته د حکومت واګي د خلکو د رايي خلاف، بلکي د هغو د زورولو او ټکولو او د پردو د ګټو د خوندي کولو لپاره د پردو له خوا ورسپارل سوي دي، نه د ولس له خوا. او اوسني انتخابات خو موږ ټول پوهيږو چي د ولس له خوا نه داچي تحريم سوي دي، بلکي د ولس له خوا د قدرت د مينه والو پر مخونو سخته څپېړه باله سي. ديارلس، څوارلس لکه رايي چي د رايو صندوخونو ته لوېدلي دي يا د حکومتي مامورينو، يا د نوماندانو د نژدې کسانو، يا د پيسو په مقابل کي دي او يا تقلبي دي، چي هيڅ شرعي او قانوني ارزښت او اغېز نه لري. ډېر بد، ډرامه يي او خندني انتخابات چي هيڅ اعتبار نه لري همدغه انتخابات دي. دې انتخاباتي ډرامې ته نور بايد د پای ټکی کښېښوول سي او انتخاباتي مجرمين او تقلب کاران هر څوک چي وي بايد د قانون منګولو ته وسپارل سي. نه دا چي د مشروعيت خندنۍ ادعاوي يې وسي او په پايله کي يې د ۳۵ ميليونو نفوسو څخه د يو څو محدود شمېر وکړو او جعلي رايو ته په اعتبار ورکولو سره يو څوک واک ته ورسيږي.

ډاکټر اشرف غني درګرده توري تپي کوي چي ځان د دې پوشالي واک پر ګدۍ ټينګ وساتي، خپل حريفان ځيني رانيسي، ځيني په چل ول يو د بل غاړي ته واچوي، ځيني په خپلو ګومارليو اربکيانو ترور کړي او د تره او اختناق د فضا په خپرولو سره نور ووېروي او په عجيبو دلايلو او ناشُدو خبرو د بين الافغاني مذاکرانو د مالکيت حق هم د ځان وګڼي.

اشرف غني خو ويلي دي :« که زه کومه اشتباه وکړم محاکمه مي کړئ». نو د ده د واک په دې تېرو کلونو کي خو ده اشتباه نه، بلکي ډول ډول جرمونه کړي دي، نو اوس بايد دې محاکمه سي. اوس د ده له نورو اشتباوو، خطاوو او جرمونو څخه تېر، صرف دي ولسمشر په دغو انتخاباتو کي چي د کومو تقلبکاريو ادعاوي پر کيږي د هغو په اړه سپيناوی وکړي.

او همدا راز د ولسي جرګې د مالی او بودجې کمېسیون له خوا پر ولسمشر او اجراییه رییس تور پوري سوی دی چي هغو ته په ځانګړی سوی ۹۱ کود کې د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون افغانيو تر خلاصېد وروسته، مالیې وزارت په خپلسری ډول د دولت له نورو کودونو څخه دغه کود ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ اضافه کړي دي او د ولسمشر او اجراییه رییس له خوا لګول شوي دي. ولسي جرګې دا هم ويلي دي چي دا له قانون او د بودجې له اصولو خلاف عمل و چې د افغانستان په تاریخ کې نه دی شوی.

په دې هکله دي هم د ولسمشر او اجرائيه رئيس څخه د څارنوالۍ او محکمې له خوا تحقيق وسي چي هغو دغومري ډېري پيسې څه کړي او په کومو مواردو کي يې لګولي دي او…. که چيري دوی په دغو دوو قضيو کي له محاکمو څخه برائت واخيست بيا به افغان ولس تصميم ونيسي چي دوی بين الافغاني ناستوته د
خپلو استازو په توګه ټاکي که څنګه؟

خلاصه داچي هغه کسان چي د خلکو له خوا بين الافغاني خبرو ته د کوم اصولي او قانوني پروسيجر له لاري نه وي ګومارل سوي او هغه عناصر چي په ډول ډول جرمونو باندي تورن او ملوث وي دغسي غونډو ته د هغو وربلل، نه بخښونکې ګناه او د ولس په حق کي لويه جفا ده. طالبان کرام حفظهم الله دي د دغسي کسانو سره له ناستي او جرګو مرکو څخه په کلکه ډډه وکړي.

امريکايان دي هم پوه سي چي د دغسي مجرمينو ملاتړ او ننګه ستر جرم دی، ځکه نو بايد د هغو له ناجايز ملاتړ څخه لاس واخلي. که نه اوس که دوی نړيوالو محکمو او نورو څېړونکو ته په افغانستان کي د دوی او د دوی د ګومارليو د جنګي او نورو جرمونو د پلټني اجازه نه ورکوي يو وخت به راسي چي دا ټولي پوښتني به له امريکايي مجرمينو او د مجرمينو له ملاتړو څخه کيږي او له دې امله به د افغانانو او د امريکې د خلکو ترمنځ دښمني هم پر ځای پاته وي.

وما علينا الا البلاغ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی! دا سمه ده د صحابه کرامو ترمنخ هم وخت ناوخت اختلاف نظر راتلو د غصو به ځای به یی مفاهمی یا شنوری کوله او د ټولو نظر به یو کیدلو صحابه کرامو عمده یا لوی هدف د ټولو د الله ج رضا او د الهی نظام قایمول وو. زمونږ او تاسی هم لوی هدف د الله ج رضا او د الهی نظام قایمول دی کله کله به مونږ خپل نظر به حکمت کی نغښتی تاسی ته نه وی ویلی بخښنه کوی مشرانو یا همزولو ورونو کی مو شمیرم. اصلی موضع: تاسی ډیری… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته بالکل ښې او ښکلي څرګندوني مو کړي دي الله دي اجر در کړي او زموږ په ګران هيواد کي دي الله د اسلامي عدالت نطام واکمن کړي.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
استاد بیانزی ته،
بیلکل صحی د لیکلی چه اصحابو کرامو به اختلاف په مفاهمو حل کوه.راځی چه موږ او تاسو هم سره کینو کوم اختلاف چه دی په مفاهمه سره حل کړو،
په جنګ خو یی حل کیدل نشته،
بل دا چه اصحابو کرامو کافرانو ته له مسلمان ملک څخه پناه هم نه وروړه.او د سوسیال غوښتنه یی نه کوله،
اصحابو کرامو مسلمانانو سره ځانونه په امن کی بلل،انګریز لندن ته یو اصحابی هم پناه نه وروړی،له کافر څخه یی کمک غوښتنه پناهندګی هم نه غوښتله

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

همت صاحب په پښتوکی متل دۍ:له اوښه چاپوښتنه وکه چه داغاړه دی ولی کږه ده ده وویل په سترګوړوند یی کم ځای موسیده دۍ ددی حکومت اواشغال ګروکم عمل دمنلودۍ څونه خوانان یی شهیدان کړل څونه سیاسری یی کونډی کړی څونه ماشمان یی یتیمان کړل اوڅونه کلی یی ونړول اوس چه هرڅه کیږی دسمون امکان یی داشغال ګروپه وخت کی نسته هغه وخت به حساب اوکتاب سره کووچه اشغال ګرووزی تاسی له مجرمانودخیر توقع کوی مجرم دکوچنیوالی څخه په مجرمه عقیده اومفکوره لوییږی یودم یاپه کلونه اصلاح کیږی هیڅکله به کرزۍ اواشرفغنی نکی اصلاح دوی الله دغسی پیداکړی اولوی کړی… نور لوستل »