کندوز: د طالبانو په هاوان بریدونو کې ۲۲ پوليس او اربکيان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې طالبانو د اربکيانو او پوليسو پر ګډه غونډه دوه توغنديز بریدونه کړي، چې له امله يې يو شمېر پوليس او اربکيان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د کندوز ولايت چارواکو منلې، چې د طالبانو په هاوان بریدونو کې ۲۲ پوليس او اربکيان ټپيان شوي، خو د وژل شوو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د کندوز د امنيه قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني ويلي، د چهار درې ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ د طالبانو په دوو هاوان بریدونو کې ۲۲ عسکر ټپيان شوي دي.

ښاغلي رحماني زياته کړې، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د چهار درې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ پر ودانۍ توغنديز برید کې يو شمېر عسکر او اربکيان وژل شوي او د خان اباد ولسوالۍ د اربکيانو د عمومي قومندان محمد عمر په شمول ۲۲ اربکيان او پوليس ټپيان دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د