ایران: افغانان بايد د بهرنيانو له مداخلې پرته د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، ټول افغانان او حکومت بايد د بهرنيو له مداخلې او لاسوهنې پرته د خپل هېواد راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

جواد ظريف د استانبول پروسې اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د ليدو پر مهال ويلي، د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، خو په ورته وخت کې نور بهرني هېوادونه هم بايد د سيمې او افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي او افغانان په خپله خپلې ستونزې حل کړي.

جواد ظريف په داسې حال کې له اشرف غني سره ليدلي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو د سياسي دفتر غړو دوه ځله تهران ته سفرونه کړي.

څو ورځې وړاندې هم د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د يوه پلاوي په مشرۍ په تهران کې له جواد ظريف سره ليدلي وو.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، د طالبانو له پلاوي سره د افغانستان سولې او بهرنيو پوځيانو په وتلو غږېدلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

افغانان ټول خرڅ شوی دی، څوک د پنجاب غلامان او څوک هم د امریکی او روس. د بهرنیانو مداخله کچیری نوای سوله به لس کاله مخکی راغلې وه. همدا بهرنیان دی چی مونږه نه پریږدی چی د خپل وطن څښتنان شو. ګوری دا اوس طالب وایی د سولی تړون دی په قطر کی امضا کیږی همدا د بهرنیانو مداخله نده؟ ولی یی په کندهار یا په هرات کی نه امضا کوی؟ دا ځکه چی استقلالیت نشته او ټول د بهرنیانو د امر لاندی غونډی کوی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

وایی قاضی ملامتولم زه نه ملامتیدم، غلامی اوس خلگ داسی منی چی غته ببره لکی ولری او مشهود باالبصر وی.
که داسی نه وی حکومت او طالب ولی خپل غلامی نه منی، دواره غلامان دی.