نړۍ

امريکا: د افغانستان جګړې سوله ييز حل زموږ لومړيتوب دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز ويلي، واشنګټن هوډ کړی، چې د افغانستان جګړه له سوله ييزې لارې پای ته ورسوي.

نوموړې وايي، امريکا لپاره تر ټولو ستر لومړيتوب د افغانستان جګړې سوله ييز حل دی.

اليس ويلز زياته کړې، چې د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان ابادۍ او روان تاوتريخوالي په کمولو کې مرستې وکړي.

هغه وايي، واشنګټن د نړيوال بانک د ستر مرستندوی په توګه په راتلونکي وخت کې هم د افغانستان د ابادۍ او پراختيا لپاره د مرستو هوډ لري.

مېرمن ويلز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې چې له شاوخوا درې مياشتو ځنډ وروسته يو ځل بيا د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شوي او ډېره تمه ده، چې دواړه لوري ډېر ژر يوې هوکړې ته ورسيږي، د بهرنيو پوځيانو د وتلو کره نېټه اعلان او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان سولییزد حل که د امریکایانو لومړیتوب وی ، زمونږ هیواد به یی ناحقه له اوله نه اشغالوو، بیا به یی زمونږ په میلونو بی ګناه او بیدفاع خلک په ناحقه نه وژل او نه بی عزته کول زمونږ د زمکی لاندی اوباندی زیرمی به یی نه چور کولی او نه لوټ کولی ،د جنګ وحشت به یی تر دوه لسیزو نه اوږدولو چه د امریکا او نړی په تاریخ کی اوږد او تر ټولو وحشی جنګ دی چه د نړی تر ټولو لوی مادر او پادر بمونه یی هم پکی وکارول چه د ذروی او هستوی بمو بقایاوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x